کندهار کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۴ تنه وژلي او یو یې ټپي کړی

د کندهار ولایت د خاکرېز ولسوالۍ ولسوال حاجي‌معلم سلام وطندار ته وویل، چې نن سهار یو کرولا ډوله موټر د «شاه‌اغا» په سیمه کې د سړک غاړې پر خښ شوي ماین ور برابر شوی‌دی.

د ده پر وینا، په‌دې چاودنه کې د یوې کورنۍ ۲ ښځې او ۲ نارینه وژل شوي او یوه بله جلۍ ټپۍ شوې‌ده.

ولسوال زیاتوي، چې اکثره وخت په سیمه کې وسله‌وال طالبان امنیتي ځواکونو ته ماینونه خښوي، چې پر ملکي کسانو چاودنه کوي او درنه مرګ و ژوبله اړوي.

تر دامهاله د پېښې د مسوولیت په اړه چا څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام