د لښکرګاه د دویمې امنیتي حوزې د نیولو پرمهال ۲۳ طالبان وژل شوي

چارواکي وایي، چی د قهر میوند په نوم د پوځي عملیاتو پرمهال یې هغه سیمې بېرته نیولي، چی څو ورځې مخکې طالبانو لاندې کړې وې.

د لښکرګاه ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند بې ټو ون سیمه دوه اونۍ وړاندې طالبانو نیولې وه.

د هلمند ولایت د ملي امنیت مرستیال رییس میرحمزه خدمتګار چې د لښکرګاه ښار په دویمې امنیتي حوزې کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو مشري کوي؛ نن (شنبې د اوکټوبر پر۲۲مه) سلام وطندار ته وویل، چې له تېرې شپې راهیسې یې هغه سیمې بېرته نیولي، چې طالبانو لاندې کړې وې.

دی زیاتوي، امنیتي ځواکونو درې کیلو متره پرمختګ کړی او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د ده په خبره، تر اوسه په دې عملیاتو کې ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر ډګروال ګلي خان وایي، په دې سیمو کې یې امنیتي پوستې ځای پرځای کړي او د امنیت ټینګښت په موخه د پخوا په پرتله په دې ځای کې ډېرې پوستې جوړوي.

خو بل خواته د بې ټو ون سیمې اوسېدونکی محمد بشیر ناصري وایي، چې له دې سیمې ډېر خلک کډه شوي او غواړي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

شېرعلي هم د همدې سیمې اوسېدونکی دی. دی له دولته کار نه؛ خو امنیت حتمي غواړي او له امنیتي ځواکونو هیله کوي، چې د دوی له کورونو نه سنګرونه جوړ نه کړي.

دوی په خپلو سیمو کې د امنیت ټینګښت تر څنګ د امنیتي ځواکونو د ملاتړ غږ هم کوي؛ خو غواړي، چې افغان امنیتي ځواکونه ورسره سم چلن وکړي.     

د هلمند امنیتي چارواکي داسی مهال د لښکرګا ښار دویمه امنیتي حوزه کې د پرمختګ خبر ورکوي د همدغه ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې هم د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ کور پر کور جګړه روانه ده.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام