.jpg)
وسله والو طالبانو په غزني ولایت کې ۶ تنه ولسي خلک د غلاوو او تېري کولو په تور عام محضر کې په متروکو وهلي دي.
پېښه د غزني مرکز اړوند په قره باغ کلي کې رامنځته شوې ده.
د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان د پېښې اړوند څو انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي، چې د دې حکم له اجراکولو یې موخه د ټولنې سمون دی.
د شاهدانو پر خبره، د طالبانو صحرايي محکمې تورنو کسانو ته له ۲۵ تر ۳۹ متروکو سزا حکم واورولو او عملي یې کړ.
د خلکو پر خبره، د طالبانو یو شمېر سیمه ییزو قوماندانو لومړی خلکو ته خبرې وکړې او بیا یې پر تورنو کسانو حکم عملي کړ.

د غزني ولایت د پولیسو امنیه قوماندان امین الله امرخېل طالبان په "تېري او جبرکولو" تورنوي او وايي، طالبان د دغو حکمونو په اجراکولو سره هڅه کوي، چې خپلې "تورې کړنې" پټې کړي.
امرخېل وویل، چې امنیتي ځواکونه به ډېر ژر طالبانو ته د کړي عمل سزا ورکړي.
دی وايي، چې طالبان د دغه ډول حکمونو په اجراکولو د ولسي خلکو ډارولو او د هغوی په واک کې نیولو هڅه کوي.
امرخېل وویل، که طالبان د محمدي شریعت عملي کول غواړي لومړی دې له خپلو ځانونو پیل وکړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.





