د غزني په اسفند دښته کې ۴ مسافرین ووژل شول

نن سهار د (اګست په۱۱مه) د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ د ۴ تنو اوسېدونکو جسدونه د غزني په اسفند دښتې وموندل شول.

د غزني ولایت د والي مرستیال محمد علي احمدي وویل، چې دغه ۴ تنه مسافرین پرون ورځ د خوګیانیو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د طالبانو له خوا نیول شوي او وژل شوي وو.

احمدي زیاته کړه، چې د وژل شوو کسان په ډله کې یو انجینیر او ۳ تنه یې عادي کارګران وو.

د غزني د ملکي روغتون رييس باز محمد همت سلام وطندار ته وویل، چې روغتون ته د ۴ تنو جسدونه ور وړل شوي دي.

د غزني ولایتي شوار غړي حسن رضا یوسفي سلام وطندار ته د ټیلفون له لارې پېښه تایید کړه.

په داسې حال کې چې د غزني ولایتی اداره دغه پېښه طالبانو  د طالبانو کار ګڼي، خو د پېښې ډلې تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام