د سه شنبې پر ورځ (۲۰۱۵ م/ مارچ/ ۲۴) زرګونو نارینه و او ښځو د پرله پسې دويمې ورځې لاریون په ترڅ کې د فرخندې وژنه بې رحمانه وبلله او د ۲۷ کلنې وژل شوې فرخندې قاتلانو ته یې د سختې سزا غوښتنه وکړه.
دغو اعتراض کوونکیو د فرخندې په وينو لړلي عکسونه له ځانونو سره ليږدول او د " عدالت ـ عدالت، مونږ فرخنده یو، مونږ د فرخندې قاتلانو ته د سختې سزا غوښتونکي یو" شعارونو نارې يې وهلې.
راپورنه وايي، چې فرخنده د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل ښار شاه دوشمشېره زیارت د یوه تعویذګر په دروغجنه ادعا د ګڼو خلکو له لوري په مرګ ووهل شوه، د تېږو او خښتو ګوزارونه پرې وشول، بیا وروسته له بامه وغورځول شوه، موټر پرې وخېژول شو او بالاخره یې جسد ته اور هم واچول شو.
په دې اړه د کورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو سره د مبارزې ادارې رییس جنرال ظاهر ظاهر هم وویل، چې فرخنده بې ګناه وه او باید قاتلان یې محکمه شي.
ویل کېږي، له داعش ډلې وروسته دا دویم ځل دی، چې یو انسان ته په عام محضر کې اور اچول کيږي.
د داعش ډلې له لوري د اردني پيلوټ او په افغانستان کې د فرخندې مړي سوځولو نړۍ ته ټکان ورکړ.
د فرخندې د وژلو پېښې نه یواځې افغانان سخت بوږنولي؛ بلکې د نړۍ د رسنیو پام یې هم په پراخه کچه ځان ته را اړولی دی.
تر دې چې په بهر کې میشتو افغانانو هم د خپلو ټولنیزو شبکو پر پاڼو په دې پېښه خواشينې څرګنده کړې او د فرخندې په یاد یې شمعې بلې کړي دي.
راپورونه وايي، چې په ننني لاريون کې نږدې ۵ زره مېرمنې او نارینه راټول شوي وو.
یاده دې وي، چې پرون د (د مارچ په۲۳مه) د ملي پیوستون ګوند په بلنه د سلګونو کسانو په ګډون هم ورته لاریون وشو، چې په پای کې یې په هغه ځای کې، چې فرخنده سوځول شوې وه؛ يو نيالګی کېنول شو او د شاه دوشمشېرې جومات او واټ يې د فرخندې په نوم و نوماوه.
تېره ورځ د کابل ولایت امنيې قومندانۍ خبر ورکړ چې تراوسه یې د دې قضیې په تړاو ۱۸ تنه نیولي او د ۱۳ پولیسو دندې ځنډول شوي چې په دنده کې د بې غورۍ په تړاو به پلټنې هم ترې کيږي.
زرګونو لاریونوالو، چې د سترې محکمې مخته راټول شوي وو؛ په قضیه کې د ښکېلو ملایانو او پولیس چارواکیو د محکمې غوښتنې کولې.
د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي ولسي جرګې ته وویل، د دوی د تحقيقاتو په پایله کې دا روښانه شوې، چې فرخندې قرآنکریم نه و سوځولی.
په لاريون کې ډېرو پېژندل شويو څېرو او مدني فعالانو ګډون کړی و.
د ملي امنيت پخواني مشر امرالله صالح، چې دغه لاريون کوونکیو سره ملګری و، وویل، دی راغلی، چې د قاتلانو پر خلاف خپله کرکه څرګنده کړي.
نوموړي زياته کړه، چې د فرخندې په قتل کې لاس لرونکي ټول عاملان باید د قانون منګلو ته وسپارل شي.
همدارنګه د ولسي جرګې غړې فوزيه کوفي هم د فرخندې قاتلانو ته د سختې سزا غوښتنه وکړه.
د فرخندې د وژنې په غبرګون کې راټول شویو لاريون کوونکیو ټېنګار کاوه، چې د فرخندې قاتلان دې په همغه ځای کې په دار وځړول شي چرته چې هغه وژل شوې او سوځول شوې ده.
د شاه دوشمشېره زیارت د پېښې په لومړيو شېبو کې ضد او نقيض راپورونه خپاره شول، چې ځېنو هغوی یې د قران کریم سوځول تايیدول او ځېنو هغوی یې رد کاوه، هم هغه وو چې یو شمېر دولتي چارواکو هم خپل غبرګونونه د پېښې په تړاو ښکاره کړي وو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشریاتو مرستيالې سيمين غزل حسن زاده، د وزير اکبر خان جامع جومات ملا امام مولوي ایاز نيازی، د کابل امنيه قومندانۍ وياند حشمت الله ستانکزی او د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی هغه پېژندل شوې څېرې وې، چې د فرخندې له وژلو وروسته سمدلاسه یې قضاوت وکړ او له دغې وژنې يې هرکلی وکړ.
چې دنن ورځ لاريون کوونکو د دوی په خلاف هم شعارونه ورکړل او له دندو د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړله.
ددې قضیې په تړاو د علماوو شورا هم خپله پرېکړه صادره کړه او دا عمل يې د اسلامي اصولو خلاف وباله.
د کابل دعالمانو د شورا استازو نن په کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، ددوی پلټنې ښيي چې فرخنده بې ګناه وه او دهغې وژنه یې وغندله.
د حج او اوقافو وزیر فېض محمد عثماني وویل، د دغه وزارت له پلټنو وروسته جوته شوه، چې د خلکو له لوري وژل شوې فرخنده بيګناه وه.
ولسمشر غني ددغې پېښې له رامنځته کېدو یوه شپه وروسته یو کمېسيون ته دنده وسپارله چې د قضیې هر اړخیز جاج واخلي.
ولسمشر دا هم ویلي و چې په هیواد کې به بې عدالتۍ له پاره چاته هم اجازه ور نه کړي چې قانون په خپل لاس کې واخلي.





