د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، د سېدکرم ولسوالۍ سربېره يي د زرمت او جانيخېلو په ولسواليو کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو د دوېيم کنډک اولې فرقې په مشري د وسله والو مخالفينو پر ضد ګډ پوځي عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې د پنځو پاکستانيو په ګډون ۳۸ وسله وال کسان وژلي دي.
وروسته له هغه چې د پکتيا په سېدکرم ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري په لسګونه ملکي کسان په دې خاطر يرغمل شول، چې ګواکي په دغو کسانو کې دولتي وګړي هم شامل دي امنيتي ځواکونو پراخ عمليات کړي دي.
افغان ملي اردو ځانګړي ځواکونه، چې خړ زغروال ټانګونه ورسره ليدل کيږي د وسله والو مخالفینو په پټنځايونو په غرنيو سيمه کې ډزې کوي.
د پکتيا د امنيه قومندان پاسوال زلمي اوريا خېل سلام وطندار ته وويل، چې په دغو عملياتو کې يې د وسله والو پټن ځايونه له منځه وړي او يو شمېر درنې او سپکې وسلې او د وسله والو جسدونه د جګړې پر ځای کې پاتې شوي.
امنيتي چارواکي وايي، دغه عمليات پای ته رسيدلي، چې په خبره يي دولتي او ملکي کسانو ته په کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې په پلازمېنه کابل کې په وسلو سمبالو څلورو کسانو په یوه ډیپلوماتیکه سیمه کې پر یوه هوټل برید وکړ.
د کابل امنيې قومندان عبدالرحمان رحیمي رسنيو ته وویل، چې له څو ساعته نښتې وروسته څلور واړه برید کوونکي وژل شوي، خو د بريد په پایله کې د یوه پولیس له سربېرن ټپي کېدو پرته نور چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
برید په وزیر اکبر خان کې د هيټل په نوم د رباني کورنۍ پورې اړوند میلمستون باندې شوی وو.
نن چهارشنبه (مې۲۷) ولسمشر محمد اشرف غني هم د افغان امنيتي ځواکونو پياوړتيا وستایل او زياته يې کړه، چې د تېرې شپې د وسله والو برید کابو کول د دې ښکارندويي کوي، چې افغان امنيتي ځواکونه د هر ډول ګواښ د مهار کولو وړتيا لري.





