د داعش تر ولکې لاندې سیمه کې پر یوې ایسارې کورنۍ څه تېر شوي؟

فقیر الله، چې په خپله سیمه کې په "ملنګي" مشهور دی د خپلې کورنۍ له ۱۸ غړو سره ۱۱ ورځې د داعش وسله والې ډلې تر ولکې لاندې "برپچیر" نومي ځای کې بند پاتې وو او ۴ ورځې وړاندې یې له ویرې د هغه ځایه نه پښې سپکې کړي.

ملنګی وايي، سهار لمانځه مهال د جماعت پر لور روان و، چې د داعش له ورتګه خبر شو، بېرته کورته وګرځېد؛ خو داعش ډله یې د کور تر دروازې ور رسېدلې وه او له ده یې د دروازې د خلاصولو غوښتنه کوله.

دی کیسه کوي، چې ۳۰ مېږې، یوه غوا، یوه قلبه غوا په یوه برنډه کې تړلي وو.

کله چې د دروازې له خلاصولو يې انکار کړی، نو وسله وال يې دروازې ته بم ايښی او له چاودنې وروسته يې کور ته ننوتلي دي.

فقیرالله وايي، داعش ډلې یې له کوره ګڼ څاروي روان کړي وو، چې د ده مېرمن یې مخه نیوله او له هماغې شېبې لادرکه شوې، چې تر اوسه یې د مرګ او ژوند درک نه دی ورمعالوم.

هغه زیاته کړه:" څاروي یې روان کړي وو، چې زما مېرمن ورپسې ور ووتله او تر ډېره پسې ور روانه وه، خو دوی ورته ویل، چې دا زموږ غنیمت دی. زه چې بېرته کور ته راغلم چې ګورم ښځه تری تم ده".

د ده نه یوازې دا چې مېرمن تري تم شوې، بلکې د داعش وسله والو پر ډزو دوه ټپي شوي لمسيان هم تر ننه ورک دي.

په ننګرهار کې د سلام وطندار خبریال امید دیدار وايي، چې سپین ږیري فقیرالله ده ته د خپلې بې وسۍ او د داعش ډلې د ظلمونو کیسه په داسې حال کې کوله، چې سترګې یې یوه شېبه هم له اوښکو نه وچېدلې.

 د برپچیر د سیمې دغه سپین ږیری وايي، شاوخوا ۱۱ ورځې د داعش تر ولکې لاندې سیمه کې ایسار پاتې وو؛ خو پر خبره يې په دغه موده کې یې د سیمې په یوه مسجد کې نه اذان او نه هم د جمعې لمونځ شوی، په داسې حال کې چې داعش ډله ځان ته د اسلامي خلافت نوم هم ورکوي.

د دغې کورنۍ یوه مېرمن، چې هغه هم د داعش ولکې لاندې سیمه کې ایساره وه، سلام وطندار سره مرکه کې وویل، ۱۱ ورځې یې داسې تېرې کړي، چې هره شېبه یې مرګ ته شېبې شمېرلې.

نوموړې وايي، داعش وسله وال یې نه دي لیدلي؛ خو په کور کې به یې د هغوی غږونه اورېدل.

د هغې پر خبره، دغه ۱۱ ورځې یې له لوږې او تندې سره ملې وې، آن دومره څه نه وو، چې خپلو کوچنیو ماشومانو ته یې ورکړي وای.

هغه حال په خپله ژبه داسې بیانوي: "بمباري به وشوه، چې الوتکې به لاړلې، موږ به ژر له کوهي یوه بوشکه اوبه راواخستلې. وچه ډوډۍ به ماشومانو را اخیستله ، د دسترخوان په پیڅکه به یې میده کوله او خوړله به یې . په دغو ورځو مو نه چای څښلی، نه مو ترکاري پخه کړې او نه مو د دنیا مخ لیدلی، بس ټوله وخت مو کوټه کې تېر کړی." بل پلو د دغې کورنۍ یو ځوان، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده هم لري او برپچیر کې د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره ایسار پاتې شوی و وايي، یو کال وړاندې یې داعش وسله وال په خپله سیمه کې لیدلی وو، چې لوی ویښته، تورې جامې او ځینو به یې پوځي جامې هم پر تن کړې وې. هغه وايي، داعش وسله واله ډله کې ډېر ازبیک او پاکستاني اورکزي هم دي، چې په هر ډول سپکو او درنو وسلو سمبال دي او په دغه جګړه کې ورته هم د نامعالوم لوري د وسلو ډېر اکمالات کېدل.

هغه وايي، داعش ډله د خلکو د وهلو ، ټکولو تر څنګ مالونه او څاروي هم له ځانه سره وړي دي.

نوموړي زیاته کړه:" ډېره بده رویه کوي. خلک ولي ، څه ژوندي بیايي. ښځې له کوره باسي ، د کور توکي سوځوي. څاروي هم له ځانه سره وړي. موږ کلي کې محاصره وو، بهر نه شو وتلای."

 دغه کورنۍ اوس د ننګرهار ولایت اړوند بهسودو ولسوالۍ په لسمې ویالې سیمه کې اوسېږي.

دوی وايي، له سیمې یې یواځې خپل ځانونه ویستلي، نور هرڅه يې د جګړو او ناامنیو په سیمه کې پاتې دي.

کډه شوي اوسېدونکي زیاتوي، چې اوسمهال مرستو ته سخت اړمن دي او تر اوسه ورسره هېچا مرسته نه ده کړې.

په ننګرهار کې چارواکي وايي د پچیر اګام په ولسوالیو کې د داعش د بریدونو او روان جنګ له کبله شاوخوا ۱۲۰۰کورنۍ له سیمې تښتېدلي دي.

پچیراګام کې د داعش سره د جګړو دوه اونۍ تېرېږي؛ خو حکومتي ځواکونو یواځې له لسو څخه درې کلي نیولي دي.

د دغې ولسوالۍ ولسوال میرباز خان وايي، داعش ډلې نیږدې ۶۱ ملکیان له ځانه سره یرغمل کړي او اوس یې په اچین ولسوالۍ کې خپلو زندانونو کې ساتي.

هغه وايي، تمه لري، چې برپچیر کې له داعش څخه پاتې سیمې هم ژر تر ژره پاکې کړي.

داعش وسله والې ډلې تر اوسه د پچیراګام جګړې او هلته دوی ته د اوښتې مرګ، ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي؛ خو ننګرهار کې د اسلامي خلافت په نوم له خپلې راډیو اعلان کوي، چې ښځو او ماشومانو ته یې تر اوسه زیان نه دی رسولی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام