
د سمنګان ولایت د درهصوف پایین ولسوالۍ امنیه قوماندان منورشاه بهادري وايي چې طالبانو نن سهار پهدې ولسوالۍ کې د باربري موټرو ۵۰ موټر چلوونکي برمته کړيدي.
د ښاغلي بهادري په وینا، د نیول شویو کسانو شمېر ۱۰۰ تنه و چې ۵۰ تنه یې کلینډران وو او طالبانو خوشې کړېدي.
د درهصوف پایین ولسوالۍ امنیه قوماندان وویل چې پهدې لاره تر ډېره د ډبرو سکرو د کان باربري موټرې تګ ـ راتګ کوي چې د درهصوف پایین ولسوالۍ نه د هېواد بازارونو ته د ډبرو سکاره لېږدوي.
ښاغلی بهادري وايي چې د موټرچلوونکیو موټرې یې بېرته ولسوالۍ ته وړي او د موټرچلوونکيو د راخوشې کولو لهپاره هلې ـ ځلې روانې دي.
طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
طالبانو تېره اوونۍ هم ۲۹ مسافر ـ چې د سرپل له بلخاب ولسوالۍ نه مزارشریف ته راتلل ـ د بلخ په کشینده ولسوالۍ کې برمته کړيوو چې تر اوسه یې برخلیک نهدی معلوم.





