«د بغلان پر امنیې قومانداني برید د ای‌اېس‌ای کار و»

د بغلان والي احمدفرید بسیم د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د دغه ولایت پر امنیې قومانداني د تېرې ورځې برید د پاکستان د استخباراتو (ای‌اېس‌ای) له لوري پلان شوی و چې له کبله یې ۱۸ سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۵۰ کسان چې نظامیان او ملکیان په‌کې شامل وو، ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، افغان ځواکونه به ډېر ژر له طالبانو د دغه برید غچ واخلي او د بغلان په بېلابېلو سیمو کې به د هغوی پروړاندې نظامي عملیات پیل کړي.

په همدې حال کې د ۲۱۷ پامیر قول‌اردو د درېیمې لوا قوماندان عباس توکلي سلام‌وطندار ته وویل چې ۸ بریدګرو د بغلان پر امنیې قومانداني برید کړی و او له ۵ ساعته نښتې وروسته د هغوی پر وژل کېدو پای ته ورسېد.

اړوند مطالب:

بغلان؛ پر امنیه قومانداني برید کې ۶ کسان وژل شوي او نږدې ۵۰ ټپیان دي

بله‌خوا د بغلان په عامې روغتیا ریاست کې ځینو سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې د ۲۱ سرتېرو د جسدونو ترڅنګ، ۶۶ ټپیان چې ۱۴ یې ښځې، ۴ ماشومان او ۴۴ هم نظامیان دي، روغتون ته ور وړل شوي دي.

بریدګرو پرون غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې د بغلان ولایت پر امنیې قومانداني ډله‌يیز برید وکړ او قوماندانۍ ته څېرمه یې د یوه موټر چاودلو وروسته د قوماندانۍ ودانۍ ته ورننوتل او هلته له افغان ځواکونو سره په جګړه اخته شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام