د بلخ ولایت سرپرست والي عطامحمد نور خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې وېره اچونکې ډلې د نویو لباسونو او پرمختللو امکاناتو په درلودلو سره د نفوذ په حال کې دي او که د دغې ډلې په اړه قوي اقدامات په پام کې ونه نيول شي، نو ښايي افغانستان د نوي جدي ګواښ سره مخ کړي.
د بلخ ولایت سرپرست والي دا څرګندونې نن ( پنج شنبه د ۲۰۱۵ م زيږديز کال د مارچ په ۱۲ مه) د عبدالعلي مزاري په یاد جوړې شوې غونډې په ترڅ کې وکړې.
د نوموړي په باور که د دې ډلې پر وړاندې بې پروایي وشي، ښایي په راتلونکي کې درانه زيانونه له ځانه سره ولري.
عطامحمد نور وایي، چې طالبان اوس په سوځېدلو مهرو بدل شوي او د دوی پر ځای د داعش په نوم ترهګره ډله پېدا شوې.
د بلخ سرپرست، په افغانستان کې د داعش د ځواک زیاتېدو په اړه اندېښنه لري او ټینګار کوي، چې باید د دښمن له پلانونو کره معلومات ولرو.
په افغانستان کې د جمعيت ګوند اجرايوي مشروایي، چې داعش له پخوا نه پلان شوې ډله ده او د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو لپاره کارول کيږي.
په دې ورستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې یو شمېر خلک ځان د داعش ډلې پورې اړوند بولي او په افغانستان کې د خلکو په وژنې او ځورونې لاس پورې کوي.
عطامحمد نور وایي، داعش په افغانستان کې په نوې بڼه هماغه پخواني طالبان دي او له حکومت څخه یې غوښتي، چې پر وړاندې یې سخت چلند وکړي.
له بل لوري عطامحمد نور د بشر حقونو د څارکمیسیون له لوری خپاره شوي راپورونه ردوي او وایي، چې دا د مجاهدینو او د هېواد د نخبګانو د بدنامولو لپاره یوه دسیسه ده.
د بشر حقونو د څار کمېسیون په خپاره شوي راپور کې د دولت له نړیوالو مرسته کوونکو او افغان حکومت څخه غوښتي و، چې هغه ناقانونه وسلوالو څخه څېړنې وشي چې د بشر حقونو یې تر پښو لاندې کړي او رسمي ملاتړ لري.
په راپور کې د ناوړه ګټې اخیستنې شواهد هم خپاره شوي چې د هغو ۸ اتو زور واکو له ډلې یو هم عطامحمد نور یاد شوی و، چې له پولیسو، استخباراتو او وسلوالو ډلو سره یې اړیکې لرلې.
نوموړی دا ډول راپورونه موخه لرونکي بولي او زیاتوي چې مجاهدین د ټوپک سالار په نوم بد ناموي.
د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور په پلازمېنه کابل کې په یو شمېر مشخصو بنسټونو تور پورې کړ او زياته يې کړه، چې دا بنسټونه د هېواد له با نفوذه څېرو د نوم بدولو په موخه تخریبي راپورونه خپروي.





