استادانو د کابل طب پوهنتون دروازې وتړلې

د کابل طبي پوهنتون رییس شيرين اغا ظریف وايي، چې د دغه پوهنتون ټولو استادانو د اعتراض په ډول د پوهنتون دروازې د محصلينو پرمخ تړلې دي.

دوی اعتراض کړی، چې نه باید د کابل طبي پوهنتون د " زړه روغتون" پخوانی مالکيت د عامې روغتيا وزارت پورې اړوند شي.

شيرين اغا ظریف زیاتوي، چې ولسمشر په شفاهي ډول موافقه کړې، چې باید د کابل طبي پوهنتون د دغه روغتون پخوانی مالکیت د عامې روغتیا وزارت په نوم شي.

هغه وايي، چې د استادانو دغه اعتراض یو مدني حرکت دی.

د یاد پوهنتون رییس زیاتوي، سره له دې چې د لوړو زده کړو وزارت وزیره فریده مومند له استادانو غوښتنه وکړه، څو خپل دغه درسي تحصن ته د پای ټکی کيږدي، خو د نوموړي په وينا استادانو د تحصن د ادامې پريکړه کړې.

له بل لوري ډاکټر امین علي زی د کابل طبي پوهنتون له یو تن استادانو وايي، چې د عامې روغتيا وزارت په نوم نوی نومول شوی قلبي یاد د زړه روغتون، چې له دې وړاندې یو بل چاته ورکړل شوی وو.

هغه د دغه شخص نوم نه دی اخیستی.

علی زی وايي، تر څو چې د قلبي روغتون ملکیت او تجهیزات د کابل طبي پوهنتون پورې اړوند نه شي، نو خپل تحصن ته به ادامه ورکړي.

له بل لوري د یاد پوهنتون ځينې محصلین وايي، چې دوی د خپل تحصيلي کال په وروستيو ازموينو کې دي او دغه تحصن به د دوی د ازموينو د ځنډ لامل شي.

دوی له دولت څخه غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دې ستونزې ته د پای ټکی کيږدي.

له بل لوري بیا د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د دغې ستونزې د حل په موخه يې یو پلاوی ټاکلی دی.

یاده دې وي، چې د قلبي روغتون مالکیت د پخواني ولسمشر کرزي د حکومت پر مهال د کابل طبي پوهنتون پورې اړوند شوی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام