
د جوزجان یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته ویلي چې داعش په یوې ۶ کسیزې ډلې سره د دې ولایت په درزاب او قوشتپې ولسوالیو کې له سره فعالیت پیل کړی دی. د سرچینې په باور، اوسمهال دغه خلک د القاني او د درزاب په سردره او او د قوشتپې ولسوالۍ په کلیو کې مېشت شوي او د داعش لهپاره سرتېري جذبوي.
د جوزجان د ولایتي شورا غړی حفیظ الله ندرت هم مني چې داعش ډلې خپل فعالیت په قوشتپې او درزاب ولسوالیو کې پیل کړیدی.
د ده په خبره د داعش دې چارې خلک اندېښمنه کړيدي.
خو د جوزجان والي لطفالله عزیزي دې ولایت کې د داعش جنګیالیو حضور ردوي او وایي، تراوسه یې جوزجان کې د داعش بیا ځلې حضور په اړه هېڅ ډول راپور نهدی ترلاسه کړی.
په ورته مهال د دفاع وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف وايي، دې وزارت ته داعش ډله مهمه نهده، بلکې هره هغه تروریستي ډله چې د ملي ګټو او دولت پر وړاندې واقع شي، ځپل کېږي.
هاخوا طالب ویاند ذبیحالله مجاهد د یو پیغام په خپرولو سره ادعا کړې چې د هېواد شمال کې د داعش هېڅ جنګیالی نهشته او داعش ډله دوی د افغانستان په شمال کې له منځه وړې ده.
تېر کال جوزجان کې د داعش نومول شوي مشران مولوي حبیبالرحمان او مفتي نعمتالله، د طالبانو پر وړاندې له ماتې وروسته، خپلو شاوخوا ۲سوو بهرنیو او کورنیو جنګیالیو سره امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.
ورته مطالب:
داعشیان لاړل؛ جوزجان کې تر ۲ کلونو وروسته د پولیو واکسین کېږي
جوزجان کې داعشیانو کمعمره ماشومان نکاح کړي
«که تسلیم شوي داعشیان مجازات نهشي؛ ځانونه به وسوځوو»





