ټاکل شوې ده، چې د زمبابوی په روان سفر کې افغان کرکټ ملي لوبډله سبا د کوربه زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې خلاف لومړۍ نړېواله ۵۰ اوریزه لوبه ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول فرید هوتک له زمبابوې څخه په خپره شوې ویډیو کې ویلي، چې افغان لوبډله د سبا ورځې سیالۍ له پاره پوره چمتووالی لري.
دغه راز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغرستانکزي نن د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې له کپتان "ایلټن چیکومبرا" سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې زمبابوی ته د سیالیو ګټلو له پاره تللي دي.
ستانکزي زياته کړه، چې زمبابوی کې ورته تمریني سیالیو ډیره ګټه کړې ده او هېواد ته د ډک لاس ستنېدو تمه لري.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې د سبا ورځې سیالۍ به د زمبابوې په "بولاوایو" نړيوال لوبغالي کې د افغانستان په وخت غرمه ۱۲ بجې پیل شي.
که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو د هېواد کرکټ ملي لوبډلې کرکټ مینه وال په ټلویزیون د سیالیو ژوندي بهیر خپریدو له پاره په تمه ساتلي، خو تراوسه په تلویزون د سیالیو د ژوندي بهیر په اړه کوم څرک نه لګي.
د یادونې وړ ده، چې دواړه افغانستان او کوربه زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې پداسی حال کې یو د بل په وړاندې دلوبې ډګر ته وځي چې وروستۍ سیالۍ یې بایللې دي.
تراوسه په نړیوال کرکټ کې د افغانستان او زمبابوی کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ تیرکال ۴ نړیوالې ۵۰ اوریزې لوبې ترسره شوې دي، چې په کې دواړو لوبډلو دوه دوه بریاوې خپلې کړې دي.
ټاکل شوې ده، په روان سفر کې به افغانستان ۵ نړیوالې پنځوس اوریزې او ۲ نړیوالې ۲۰ اوریزې لوبې د کوربه کرکټ ملي لوبډلې خلاف ترسره کړي.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ په لومړي ځل د دومره زیاتو سیالیو لړۍ سبا پیل او دروانې اکتوبر میاشتې په ۲۹ مه نیټه به پای ته ورسیږي.





