افغانستان او ایران د همکاریو په پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان او ایران مشرانو پرون (د اپریل په ۱۹مه) په خپله کتنه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سیمه ییزې مرستې په اړه خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼه کې راغلی، د افغان او ایراني ولسمشرانو ترمنځ د سیمه ییزو مسئلو په ګډون په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا او د یو شمېر نورو موضوع ګانو په اړه خبرې وشوې.

ولسمشر غني په دې ناسته کې ویلي چې افغانستان او ایران دواړه ژمن دي چې، په خپلو اړیکو کې یو نوی باب پرانېزي.

خبرپاڼه لیکي، د ایران ولسمشر وویل، افغانستان او ایران لېواله دي، چې د اقتصاد، کانونو، صنعت او سوداګرۍ په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي او د چابهار بندر ترانزیتي تګلوری له زاهدان سره و نښلوي.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر اشرف غني د ایران له خوا له افغانستان سره مرستې تر څنګ وویل، چې د مهاجرینو مسئله زموږ لپاره حیاتي ده، له همدې امله د افغانستان کابینې د مهاجرینو عالي کمیسیون جوړ کړی دی.

د غني په خبره، غواړي چې افغان کډوال ثبت شي که راستنېږي؛ نو په پړاویز او داوطلبانه ډول ورته د بېرته راستنېدو زمینه برابره شي.

افغان ولسمشر په ایران کې جوړې شوې ناستې کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هم د سیمې د هېوادونو ګډه څو اړخیزه مرسته اړینه وګڼله.

محمد اشرف غني زیاته کړه، کله به هم اجازه ورنه کړو، چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو پر ضد استعمال شي.

اشرف غني وویل، چې په اوسنیو شرایطو کې چې سیمه د ترهګرو له خوا له ګواښ او ننګوونو سره مخ ده؛ د دوه اړخیزو او سیمه ییزو مرستو پراختیا ډېره اړینه ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ایران او افغانستان په ګډه پوله کې د مخدره موادو د قاچاق او ترهګرۍ پر ضد په مبارزې هم دواړو مشرانو ټینګار کړی دی.

اشرف غني دې ته په اشارې سره، چې افغانستان غواړي له ایران سره په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي، وویل چې د چین هېواد پلاوی به ډېر ژر له چین څخه واخان او هرات ته د اوسپنې د پټلۍ د جوړولو مسئله وڅېړي.

ولسمشر غني د دوو ورځو لپاره ایران ته په سفر تللی دی.

د دغې کتنې په پای کې ولسمشر غني خپل ایراني سیال ډاکټر حسن روحاني ته بلنه ورکړه، چې افغانستان ته سفر وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام