
ملي امنیت شورا وايي، د طالبانو له لوري د خورو ورو بریدونو سره سره له دې ډلې سره اوربند دوام لري او هڅه کېږي چې نور هم دوام وکړي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اختر په درې ورځو کې له اوربند څو ورځې وروسته نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د طالبانو له خورو ورو بریدونو سره سره له طالبانو سره د دې ډلې اوربند دوام لري.
نوموړی وايي، «اوربند یو پېچلی عملیاتي اقدام دی چې پهکې د پېښو مخنیوي لپاره د پام وړ او دوامداره همغږۍ ته اړتیا ده او په دې برخه کې به هڅې دوام وکړي.»
طالبانو د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړ. که څه هم دې ډلې تر اوسه د اوربند د دوام په اړه څه نه دي ویلي، خو د هېواد په ځینو برخو کې لا هم شته.
ملي امنیت شورا تر دې وړاندې د طالبانو بندیانو خوشې کول په اوربند او مخامخ بینالافغاني خبرو اترو پورې تړلي بللي وو.
د طالبانو له لوري د اوربند له اعلان وروسته، ولسمشر محمداشرف غني د دوو زرو طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړ. د راپورونو له مخې، تر اوسه د دغو دوو زرو بندیانو له ډلې زر هغه یې د هېواد له بندخونو خوشې شوي دي.
ملي امنیت شورا پرون وویل چې د طالبانو یو تخنیکي پلاوی په کابل کې دی او د بندیانو د تبادلې پر څرنګوالي له افغان حکومت سره ګډ کار کوي.
افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک تر لاسلیک وروسته دوه زره طالب بندیان خوشې کړي او طالبانو هم د حکومت ۳۴۱ بندیان خوشې کړي دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ په لاسلیک شوي هوکړهلیک کې لیکل شوي چې افغان حکومت باید ۵ زره او طالبان باید زر بندیان خوشې کړي.





