د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبې د (اپرېل په ۲۷مه) د يو پلاوي پر مشرۍ په دوه ورځني رسمي سفر هندوستان ته ولاړ شي.
د هندوستان لومړي وزير په نيپال کې (سارک) سازمان د غونډې پرمهال ولسمشر غني ته د نوي ډيلي د رسمي ورتګ بلنه ورکړې وه.
افغان ولسمشر به په دغه سفر کې د هندوستان له ولسمشر "پرناب مکرجي" او ځېنو نورو لوړ پوړو چارواکیو سره پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وکړي.
د ولسمشر ماڼۍ ویاند اجمل عبیدعابدي وايي، چې ولسمشر غني به په دغه دوه ورځني سفر کې له هندي چارواکیو سره پر اقتصادي، کرنیزو او سوداګریزو موضوعاتو خبرې وکړي.
خو ولسمشر غني هند ته دا سفر په داسې حال کې کوي، چې ناتایيد شوي راپورونه وايي، چې ولسمشر غني د ملي وحد د حکومت په لومړیو ورځو کې د هند او افغانستان تر منځ د اسلحو قرارداد لغوه کړ.
خو د یو شمېر راپورونو له مخې د افغانستان حکومت له هند نه هغه غوښتنه بېرته اخیستې چې د حامد کرزي د ولسمشرۍ پرمهال یې کړې وه.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپلو سفرونو کې له نوي ډيلي نه د جنګي وسلو او نظامي تجهیزاتو غوښتنه کړې وه.
د مخکني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر وخت په ۲۰۱۲ کال کې له هند سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړ او په تېرو ۱۴ کلونو کې د دواړو هېوادونو اړېکې ډېرې دوستانه پاتې شوې دي.
بله خوا هندوستان په سیمه کې په هره برخه کې له چین او پاکستان سره سیال هېواد ګڼل کېږي، په همدې لحاظ وېره لري، چې له افغانستان سره د دې دواړو هېوادونو مرسته به هند له افغانستانه غاړې ته کړي.
دهند د څارګرې ادارې يو پخوانی چارواکی وايي چې له چين او پاکستان سره د افغانستان د اړيکو ښه والي هندوستان انديښمن کړی دی.
نوموړي هندي رسنيو ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي نوي ډيلي ته د ولسمشر غني له سفر سره سم دوی هيله من دي چې په بيلابيلو برخو کې دواړه لوري سره هوکړې وکړي.
د سیاسي او اقتصادي چارو شنونکي په دې نظر دي، چې له پاکستان سره د چين ۴۶ میلیارده ډالره مرسته په افغانستان مستقیماً مثبته اغېزه لرلی شي.
ولسمشر غني په داسې حال کې هند ته سفر کوي، چې د هېواد شپږ افسران پاکستان ته د پوځي زده کړو لپاره لېږلي دي، چې له امله يې له پاکستان سره اړيکې ښې شوې، خو شنونکي وايي دا کار به هند او پاکستان نور هم نيابتي جګړې ته سره ګرم کړي.
نوی ډیلي کوښښ کوي، چې د افغان خاورې له لارې ایران او منځنۍ او نورو هېوادو ته لاره پيدا کړي او په سیمه کې اغېز پيدا کړي.
خپاره شوي راپورونه وايي، چې په دغه سفر کې به د ولسمشر غني او هندي مشرانو ترمنځ د اجنډا يوه مهمه موضوع د ايران د چابهار بندر له لارې د ټرانزېټ د درې اړخيزه تړون نهايي کول وي.
ولسمشر غني به په دغه سفر کې د هندوستان له لومړي وزير سره پر دفاعي موضوعګانو هم خبرې وکړې او داسې اټکل هم کېږي چې دواړه هېودونه به دې برخه کې يوه توافقنامه هم لاسليک کړي.
په ورته وخت کې هند ته د ولسمشر غني د سفر په اړه د چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې نوی ډیلي د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او تجهیزولو لپاره یو ښه انتخاب کېدلی شي.
هند د افغانستان هغه دوست هېواد دی، چې تر اوسه یې په افغانستان کې د بیارغونې په برخه شاوخوا دوه میلیارده ډالر مصرف کړي دي او لا هم په سترو پروژو کې له افغانستان سره مرسته کوي.
د روانې مياشتې په لومړيو کې د هندوستان له خوا افغان ځواکونو ته درې هندي الوتکې ورکول شوې.





