
په ناټو کې د امریکا دایمي استازې کې بلې هاچسون وايي، امریکا به اجازه ور نه کړي چې افغانستان بیا د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل او د امریکا او متحدانو امنیت یې وګواښي.
هغه وايي، امریکا او ناټو یوځای افغانستان ته تللي او شرایطو ته په پام به په یوه وخت کې بېرته راووځي.
هاچسون ټینګار کوي، امریکا او متحدان به یې له هغه د افغان ځواکونو او خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي چې افغانستان سولې او ثبات ته نه وي رسېدلی.
د نوموړې په وینا، ناټو او امریکا سیاسي هوکړه د افغانستان د قضیې د حل لپاره یوازینۍ لاره بولي او اوس د دې وخت را رسېدلی چې حکومت او طالبان د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړې ته ورسېږي.
هغه له حکومت او طالبانو غواړي چې له شته فرصته په ګټې اخیستو سولې ته د رسېدو لپاره ټول لازم ګامونه اوچت کړي، څو په افغانستان کې روانه څلوېښت کلنه جګړه پای ومومي.
هاچسون سوله د افغانانو اساسي هیله بولي او زیاتوي چې ناټو او امریکا به دغې هیلې ته د رسېدو لپاره د هغوی ترڅنګ ودرېږي.
افغان حکومت په هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدو ته په کتو یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې اوربند وکړي، څو خلکو ته لومړني روغتیايي خدمات ورسېږي او پر کورونا د اخته کېدو مخه یې ونیول شي.
دا غوښتنه د بهرنیو چارو وزارت د هغې خبرپاڼې په پای کې لیکل شوې چې پرون یې په یمن کې د دوهاونیز اوربند په اړه خپره کړې وه.
دغه وزارت په یمن کې د سعودي عربستان له لوري د دوهاونیز اوربند هرکلی کړی دی.
بهرنیو چارو وزارت په یاده خبرپاڼه کې د سعودي عربستان له پاچا، نورو اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د اوربند عملي کېدو، د جګړې او وینې تویولو د مخنیوي او د سولې تامین لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.





