ناپېژندو وسله‌والو پل‌علم کې له یو سلمانه سر پرې کړی

تېره شپه د (جنورۍ پر ۲۹مه) ناپېژندو وسله‌والو د لوګر د مرکز پل‌علم له پتخاب‌شانې کلي نه د جان‌محمد په نوم یو سلمان تښتولی او بیا يې ترې سر او چپ لاس پرې کړي دي.

 ۲۳ کلن جان‌محمد د تاج‌محمد زوی او تازه کوژدن شوی و، چې له کوره د کار پر لوري له لارې تښتول شوی.

د پتخابي‌شانې کلي یو اوسېدونکي جاوید سلام‌وطندار ته وویل، چې وژل شوی جان‌محمد په پل‌علم کې سلمان و او له چا سره شخصي دوښمنې نلرله.

هغه زیاتوي، د وژل شوي شخص جسد د کور مخې ته په داسې حال کې موندل شوی دی، چې سر او چپ لاس یې غوڅ شوی و.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح سلام‌وطندار ته د دغه خبر د پخلي تر څنګ وویل، چې وژل شوی شخص ملکي سلمان و او دولتي دنده یې نه لرله.
صالح زیاتوي، چې په دې اړه د لوګر ولایت امنیتي او کشفي ارګانونو خپلې پلټنې پیل کړي دي، چې د جان‌محمد قاتلان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

که څه هم تر اوسه د سلمان جان محمد د وژنې پړه چا په غاړه نه‌ده اخستې؛ خو د مرکز پل‌علم سلمانیان ګواښ کوي، که دولت چېرې د داسې وژنو مخنیوی ونه‌کړي؛ نو دوی به په لویو لاریونونو لاس پورې کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام