د غزني ولایتي ادارې مسولین وايي، د کشفي ارګانونو د اطلاعاتو پربنسټ د غزني جګړه د پاکستانيو جنرالانو له خوا رهبري کیږي.
د دغه ولایت والي محمد امان حمیم سلام طندار ته وویل، چې حامد او ملاسعد په نوم دوه پاکستاني جنرالان او طالب قومندانان یې رهبري کوي.
د ده پر خبره، دغه شمېر طالب قومندانان د جګړې له پاره د غزني له ګاونډویو ولایتونو څخه راغلي دي.
نوموړي وویل، چې وسله وال طالبان، ترک او ازبک وسله والې ډلې د پاکستانیو جنرالانو له جګړه ییز پلان پرته افغان امنیتي ځواکونو سره د نښتې توان نه لري.
خو د غزني والي خلکو ته ډاډ ورکوي، چې دغه ولایت به هیڅ کله سقوط ونه کړی او امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو هر ډول برید ماتولی شي.
له بل لوري د دغه ولایت د والي مرستیال محمد علي احمدي وايي، چې جګړې لوري بدلون کړی دی.
نوموړي وویل، د ښار په څنډو کې د پوستو د مقاومت، د هوايي ځواکونو د بمباریو او د اردو د توپ چیانو په ډزو کې ۱۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي، ټپیان شوي او یو شمېر نور یې نیول شوي دي.
د مګړۍ په ښار کې د خلکو ژوند عادي حالت ته را کرځېدلی دی، بازارونه، هټي او کوڅې پرانېستل شوي دي.
د غزني ولایت دوه تنو ښاریانو سیف الله او رحیم سلام وطندرا سره په خبرو کې وویل، په تېرو ورځو کې د ښار حالت ښه نه و او خلکو ته اندېښنې پیدا شوې وې.
دوی وویل، چې اوسمهال حالت ښه شوی دی، خلک ښارونو ته راګرځېدلي دي او د امنیت احساس کوي.





