شنونکي: وروستي بریدونه به د سولې پر خبرو منفي اغیز وکړي

څلور اړخیزې همغږۍ ډلې په خپلې وروستۍ غونډه کې پریکړه وکړه چې اسلام اباد به د مارچ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو اترو کوربه وي.  

خو له دې غونډې درې ورځي وروسته کابل او کنړ د دوه خونړیو پیښو شاهدان وو چې دې پیښو د سولې خبرو اترو پر پایلو ولس بې باوره کړی.

د سیاسي چارو شنونکي جاوید کوهستاني سلام وطندارته وویل، یو شمیر هیوادونه او ډلې شته چې د افغانستان په نا امنیو کې خپلې ګتي ویني.

نوموړي زیاته کړه، ځیني ډلې شته چې د سولې له خبرو اترو ویریږي او خپلې ګټې د افغانستان په نا امنیو کې لټوي او په همدې دلیل هر وخت چې د سولې خبرې اترې نږدې او د پایلو خواته روانې شي دوی داسې کار کوي چې پر هغو باور له منځه یوسي.

په همدې حال کې یو بل پوځي او سیاسي شنونکي مرزا محمد یارمند سلام وطندارته وویل، افغان حکومت باید د سولې په خبرو اترو کې خوشبینانه حرکت ونه کړي او راتلونکي ګامونه په احتیاط پورته کړي.

د یارمند په وینا، اوربند باید د سولې خبرو اترو یو له مخ شرطونو څخه وي که نه نا امني به دا خبرې اترې تر پوښتنې لاندې راولي.

یارمند وايي، چې سولې ته باید خوشبینه و اوسو، خو که پاکستان سولې ته لیواله وي مدرسې او د ترهګرو روزنځایونه بندوي، خو په وینا يې تر اوسه مدرسې او د ترهګرو روزنیز مرکزونه هلته بند نه دي.

دغه شنونکی وايې، پاکستان باید مدرسې او ترهګریز مرکزونه وتړي چې دا ډلې له ځانمرکيه بریدونو او چاودنو څخه لاس واخلي.

خو له دغو بریدونو وروسته لاهم لیدل کیږي چې افغان حکومت د سولې خبرو اترو ته خوشبین دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني سلام وطندارته وویل، چې افغان حکومت په هیواد کې د سولې راوستلو له پاره هر ډول هڅې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې " افغان حکومت د سولې خبرو اترو او هڅو ته په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای ورکړي چې دا ستونزې او تاوتریخوالی چې زموږ پر خلکو تپل شوي، پای ته ورسیږي او په هیواد کې تل پاتې سوله رامنځته شي."

مخکې تردې هم د ملي یوالي حکومت مشرانو په جګړه کې ښکیلو ډلو ته بلنه ورکړې چې له حکومت سره یو ځای او سوله وکړي.

په وروستیو کې افغان حکومت پاکستان ته د لس طالب مشرانو، نوملړ لیږلی چې پاکستان یې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو اترو ته حاضر کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام