پر ۴۰۰بستریز روغتون د برید له امله ۲۴ تورن کسان نیول شي

 

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې پر سردار محمد داووخان روغتون د برید په تړاو يې جدي څېړنې روانې دي او تر اوسه يې ۲۴ تورن کسان نیولې دي.

په کشفي او استخباراتي چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال هلال‌الدین هلال او د څيړنیز پلاوي مشر د چهارشنبې پر ورځ یوې خبري غونډه کې خپلې لومړنۍ موندنې له رسنیو سره شریکې کړې.

هلال پر ۴۰۰ بستریز روغتون برید د هېوال په ملي ګټو برید بولي او وايي، چې د دغه ترهګریز برید په تړاو لومړنۍ موندنې ترلاسه شوې، خو په دې اړه ډير جزیات نه‌ورکوي.

د هلال پرخبره، تراوسه د سردار داوودخان روغتون ترهګریز برید به تړاو یاد شمېر کسان د خپلو دندو بې‌پروايۍ او ناغیړۍ په تور نیولي او څېړنې ترې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه: " هغو کسانو چې د خپلو دندو پرمهال يي بې‌غوري او ټمبلي کړې ۲۴ کسان دي، چې جنرال هم پکې شته او دغه کسان دوه برخو کې دي یو يې د ادارې ساتنې او استخباراتي او بله برخه تورن يي شکمن کسان دي چې له ترهګرو سره يي لاس لرلو".

 هلال وايي، پر دغه روغتون برید طرحه له هېواد بهر جوړه شوې وه او زیاتوي د ترهګر له‌خوا روغتون ته دننه شوي موټر نمبر پلیټ جعلي وو او په دې تړاو هم څېړنې روانې دي.

هغه وايي: " موږ په کمرو کې د ترهګرو اقدامات په روغتون کې دننه ولیدلو چې څه ډول چلند يي کولو او له کومې وسیلې يې کار اخیست یو شمېر يې وسلې او بمونه لرل د برچې په وسیله يې ډاکټران وژل."

دغه څېړنیز پلاوی خلکو ته ډاډ ورکوي دغه پېښه به په رڼه او بې‌پري توګه څيړي او خپلې موندنې به له خلکو سره شریکې کړي.

د ویلو ده، چې پر ۴۰۰ بستریز روغتون برید هېواد کې یو خونړی او پيچلی برید بلل کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام