.jpg)
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د ناټو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته وویل، طالبان د جګړې په ډګر کې بریالي کېدلی نه شي او دغه واقعیت طالبان د سولې خبرواترو ته کړي دي.
ښاغلی ستولتنبرګ زیاتوي، که طالبان ډاډمن وي چې د جګړې له لارې بریالي کېږي؛ دا چاره بیا د سولې خبرواترو ته د طالبانو لېوالتیا ډېره کموي.
د ناټو سرمنشي په خبره، د سولې په برخه کې د افغانستان له امنیتي ځواکونو د ناټو ملاتړ او طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې خبرو وړاندیز ترمنځ پيغامونه اړیکه لري. وايي، له دې واقعیتونو سره ـ سره بیا هم طالبانو د سولې وړاندیز پلان ته ځواب نه دی ویلی او ناټو له طالبانو د افغانانو پر مشري د سولې خبرواترو غوښتنه کوي.
هغه همدا ډول د سولې خبرو په اړه د ناټو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څرګندونو، د سمون پروګرام او د سیمې مسایلو ته په اشارې وویل، په کابل کې تېره اوونۍ د پېژندپاڼو پر یو مرکز ترهګریز برید وښوده افغانستان لا هم د سختو امنیتي ستونزو سره مخ دی.
.jpg)
د ناټو سرمنشي د خپلو خبرو په یوې برخې کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته هم اشاره وکړه.هغه وايي، د سولې په بهیر کې د پاکستان رول اړین دی او دغه هېواد باید په خپله خاوره کې د ترهګرو خوندي پټن ځایونه نابود کړي د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې د ترهګرو د تګ ـ راتګ او تمویل مخنیوی وکړي. د ناټو سرمنشي په دې اړه د مسکو او تهران رول په اړه وویل، ناټو د سیمې ټیکاوو په برخه کې مسکو او ایران ته هم بلنه ورکوي.
اوسمهال په افغانستان کې د ناټو ۱۶ زره ځواکونه مېشت دي او تمه کېږي چې د ناټو غړي هېوادونه یوشمېر نور ځواکونه هم راولېږي.





