د حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، چې د سلما بند د کرنې، برېښنا کارموندنې او امنیت په ټینګښت کې خورا اغیزمن تمامیږي.
عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې زياته کړه، چې د سلما بند پرجوړېدوسره به د هرات ګاونډی ولایت او خپله د هرات اوسیدونکو له پاره د برېښنا په بیو کې کموالی راشي.
اخوا بیا د اوبو او انرژۍ وزیرانجنیرعلي احمد عثماني نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د پرون راهیسې د سلما بند تړل شوی او تریولسو میاشتو پورې به په دغه بند کې اوبه زیرمه کيږي.
عثماني وایي، چې د اوبو په دې بند کې به (۶۴۰ ) میلیونه متره مکعبه اوبه ډنډ شي، چې نږدې ۶۰ سلنه ځمکې به هم ترې خړوبیږي.
د سلما بند په هرات ولایت کې دی، چې د وزیر عثماني په خبره په راتلونکو یوولسو میاشتوکې به درې توربینونه د ۴۲ میګاواټه بریښنا په تولید سره ولګول شي.
هغه زياته کړه، چې داوبو او نرژۍ وزارت د براورد له مخې له ۸۰ زره هکتاره ډيره ځمکه تر کرلاندې راځي دغه بند له ۱۰۷ متره ډیر لوړ وي.
د اوبو او انرژۍ وزیر انجنیر عثماني وایي، چې د سلما پربند تردې د مه ۳۰۰ میلیونه ډالر لګښت راغلی، چې د هندوستان له خوا ورکړل شوی دی.
عثماني زياتوي، د بندونو تر جوړېدو امنیتي ستونزې وي، ځکه پر وینا یې د بندونو د تکمیلېدوسره په سیمه کې د وګړو زیاتوالی د امنیت ټينګښت سبب ګرځي او امنیتي ځواکونه هم د نورو ملي پروژ په څير له بندونو هم ساتنه کوي.
یاده دې وي، چې لومړی د ډهلي له لوري د سلما بند د جوړولو له پاره ۸۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وه، خو کله چې د دغه بند د رغولو چارې اتوو کلونو ته وغځېد، نو دغه لګښت شاوخوا ۳۰۰ میلیونو ډالرو ته لوړه شوه.
د سلما بند د لومړي ځل له پاره د داود خان د واکمنۍ پرمهال په ۱۹۷۶ پيل چې په ۱۹۷۹ کې یې د رغونې چارې بشپړې شوې.





