طالبان، جندالله او القاعده پر کندوز د دویم ځل برید له پاره تابیا نیسي

د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې وسله وال طالبان، جندالله ډله، القاعده شبکه، پاکستاني ترهګر او چچني وسله وال پر کندوز د ستر برید تیاری کوي.

د دوی په خبره، په دې ولایت کې شاوخوا ۴ زرو ترهګرو، چې ۵۴ عرادې "هاموي" زغروال موټر هم ورسره دي د کندوز د نیولو له پاره یو لاس شوي دي.

د کندوز ولایت والي اسدالله عمرخېل د بهرنیو ځواکونو له قوماندانه په دې ولایت کې د ترهګریزو ډلو سره د موجودو نظامي تجهیزاتو د له منځه وړلو او د دوی د برید د فعه کولو له پاره هوايي مرسته غوښتې.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال نیکلسون د جرمني او هالنډ هېوادونو له سیفرانو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له استازي سره نن (دوشنبه) کندوز ولایته تللي وو.

دوی په دې سفر کې له والي، ولسوالانو او قومي مخورو سره د ښې حکومتولۍ، د امنیت ټینګښت او د بیارغونې په برخه کې خبرې وکړې.

د لیدنې په پای کې جنرال جان نیکلسون وویلې، چې دوی به پرې نږدي، چې وسله وال طالبانو یو ځل بیا کندوز ونیسي او زیاته یې کړه، چې د افغان امنیتي ځواکونو سره به له هېڅ ډول مرستې سپما ونه کړي.

دغه امریکايي جنرال په کندوز ولایت کې د بې پولې ډاکټرانو د روغتون په اړه وویل، چې ژر ټر ژره به دغه روغتون ورغوي.

په دې غونډه کې د جرمني هېواد سفیر د روغتیا، ښوونې او روزنې، ښې حکومتولي او د شمال ختیځو ولایتونو د اوبو خور په برخه کې په خپلو ژمنو ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د عمري عملیاتو له پیل سره سم د کندوز د نیولو له پاره پراخ ډله ییز برید وکړ، خو افغان امنیتي ځواکونو ماته ورکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام