
راپورونه وايي، چې په هرات ولایت کې تېره شپه د وري د ۲۹مې مجاهدینو د بریا په خوشالۍ ځينو مجاهدینو ډزې کړې او د دغو ډزو له امله ۵ تنه ژوبل شوې دي.
د وري ۲۹مه د وخت د شوروي لښکرو په خلاف په هرات ولایت کې د بریا یا فتح په نوم یادول کيږي، چې هر کال پخواني جهادي مشران او ملاتړي یې دغه ورځ په هرات کې لمانځي.
تېره شپه د پخواني جهاني قوماندان محمد اسماعیل خان ملاتړو له دغې ورځې د لمانځنې په نوم په موټرو، موټرسایکلونو او اسونو باندې سپاره په ښار کې وګرځېدل او د شپې له خوا یې د خوښۍ په ډزو دغه ورځ ولمانځله.
سره له دې چې د هرات د حوزوي روغتون مسوولان په دغو ډزو کې د یوې میرمنې او کوچني په شمول د ۵ تنو د ټپي کېدو خبر ورکوي، خو ځینې کورنۍ او کوچنیان د تېرې شپې له ډزو ویرېدلي هم دي.

محمد رفیق شهیر مدني فعال او د سیاسي چارو کارپوه سلاموطندار ته وویل، چې ډزې د هرات په فرهنګ کې نشته او د ټپيانو عاملین او ویروونکي باید تر جدي پوښتنې لاندې ونیول شي.
همدارنګه عبدالقادر کامل او شفیق بهروزیان مدني فعالان بیا وايي، چې د پولیسو او محلي ادارې سکوت د خپلسرو ډزو پر وړاندې د معافیت فرهنګ د ترویج او د هڅونې په معنی دی.
په همدې حال کې د هرات اوسېدونکي ددې لمانځنې پر ترتیب کوونکو د انتقاد ترڅنګ دا هم وايي، چې د غیر مسوول وسلهوالو ترڅنګ پولیسو هم د امنيتي پوستو څخه ډزې کولې.
هارون او بازګل د هرات دوه تنه اوسېدونکي په دې اړه وايي، چې د دوی ګاونډيانو لهخوا ډزې شوې او لاسي بمونه به هرې خواته غورځول کېدل.
په هرات کې د خوښې د تیرې شپې ډزې نه یواځې د ښاریانو، بلکې د ټولنیزو رسنيو د فعالانو له خوا هم تر سختو نیوکو لاندې ونیول شوې.
خو ددې هرڅه سره د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده وايي، د تیرې شپې د ډزو کوونکو د موضوع د ارزولو له پاره یې کمېسيون ته دنده سپارلې ده.
د نوموړي پر خبره، تر اوسه په دې اړه درې تنه نیول شوي هم دي، چې ۲ تنه پولیس او یو ملکي وګړی پهکې شامل دی.
د هرات امنیه قوماندانۍ د هرات ولایت له خلکو غوښتي، چې د تیرې شپې د ډزې کوونکو په پیژندګلو کې ورسره همکاري وکړي.





