د ماشوم ساتنې موسېسې پر دفتر برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۶ تنه ټپيان دي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي رسنیو ته وویل، د دې ولایت مرکز جلال‌اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د ماشومانو ساتنې سویدنۍ موسېسې پر ساحوي دفتر برید کې ۵ تنه وژل شوي دي.

عطاالله خوږیاڼی وايي، په وژل شویو کسانو کې ۲ تنه د دغې موسېسې ساتونکي، ۱ تن یې ولسي وګړی او د ۲ نورو جسدونه لا تشخیص شوي نه دي.

ښاغلی خویاڼي وویل، په دې برید کې ۲۶ تنه ټپیان شوي دي چې ۴ هغه یې امنیتي سرتېري دي او زیاتوي، د ټپیانو له ډلې ۶ تنه یې د ټپونو له‌امله بستر شوي او پاتې یې خپلو کورنو ته رخصت شوي دي.

دی وايي، پر دغه دفتر ۴ بریدګرو حمله کړې وه، چې یو یې ځان ته په دروازه کې چاودنه ورکړې وه او ۳ نور یې د امنیتي ځواکونو له‌خوا ووژل شول.

دغه راز امنیتي ځواکونو د سیف د چلډرن موسېسې د ۱۲ مېرمنو په ګډون ۴۶ کارکوونکي له بریده ژغورلي دي.

بل خوا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام‌الله میاخېل سلام‌وطندار ته وویل، له یادې پېښې د جلال اباد حوزوي روغتون ته یو مړی او ۲۴ ټپيان ور وړل شوي، چې ځینې یې تر لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته ورستانه شوي دي.

د پېښې شاهدانو ویلي، د ماشوم ساتنې موسېسې یا سیف د چلډرن یوشمېر موټر چې د ماشومانو بکسې په کې بار وې؛ د وتلو په حال کې وو، چې چاودنه پرې وشوه.

اخوا سیف د چلډرن موسېسې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د لنډ وخت له‌پاره یې په افغانستان کې خپل دفترونه وتړل.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي؛ خو ټویټر کې د ترورمانیټور په نوم یوې پاڼې لیکلي، جلال‌اباد کې نننی برید داعش وسله‌والې ډلې کړی دی.

دغې موسېسې تراوسه په افغانستان کې له ۱ اعشاریه ۴ میلیونه ماشومانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې ده.

لومړني معلومات:

برید نن سهار شاوخوا نهه بجې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ماشوم ساتنې پر موسېسې پیل شوی، چې په ترڅ کې یې  ۱۲ کسان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام‌وطندار ته وویل، یو ځانمرګی بریدګر د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د ماشومانو ساتنې یا سیف د چلډرن موسېسې دفتر مخې ته ځان الوزولی او وروسته نور بریدګر یادې موسېسې ته ننوتلي او ډزې یې پیل کړي.

ښاغلی خوږیاڼی زیاتوي، په ټپیانو کې عام خلک او سیف د چلډرن موسېسې کارکوونکي شته، چې نهه ټپيان له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي او دوه بستر دي.

هغه وايي، ښایي د دې پېښې مرګ ژوبلې په شمېرو کې بدلون راشي.

په سیمه کې اوس هم ډزې اورېدل کېږي او امنیتي ځواکونو سیمه کلابند کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام