
د کندوز په خاناباد ولسوالي کې امنیتي سرچینې وايي، په دغې ولسوالي کې د طالبانو د برید له کبله ۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
دغو سرچینو سلاموطندار ته ویلي، یاد برید د خاناباد ولسوالي په ګدودامها سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر دوو پوستو شوی چې له کبله یې ۹ پولیس او د عام ځواکونو سرتېری وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، په برید کې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.
سرچینې زیاتوي، د یادو سرتېرو ترڅنګ، یوشمېر نور ځواکونه سیمې ته د مرستې لپاره استول شوي وو چې پر لارې د طالبانو له کمین سره مخ شوي او ۵ هاموې ټانګونه یې له منځه تللي دي.
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په خاناباد ولسوالي کې د دې ډلې په برید کې ۱۶ سرتېري وژل شوي او ځینې وسلې او تجهیزات یې هم لاس ته ورغلي دي.
د کندوز امنیتي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.





