ولسمشر: سوله نه غوره کوونکي وسله وال به سخت و ځپل شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که مخالف وسله وال د دولت سره يوځای نه شي او سوله ییزه لاره غوره نه کړي، نو د افغان امنيتي ځواکونو قوي غبرګون ته دې شېبې وشماري .

ولسمشر نن پنجشنبه (۲۰۱۵ زېږدیز/جون۱۸) د روژې مبارکې میاشتې د پېل په مناسبت په خپل پېغام کې ویلي، چې د دولت مخالف وسله وال باید د افغان ديني عالمانو غوښتنې ومني او د سولې له پروسې سره يوځای شي.

نوموړي زیاته کړې، چې که دوی سوله ییزه لاره غوره نه کړي، نو ترهګریز فعالیتونه به يې د افغان ځواکونو له قوي عکس العمل سره مخ شي.

ده په پخپل پېغام کې پر ټولو افغانانو غږ کړی، چې باید د امنيتي ځواکونو قربانيو ته درناوی وکړي او ددوی قربانۍ هېرې نه کړي.

افغان ولسمشر په خپل ویډيويي پیغام کې ویلي، هرهغه څوک چې په افغانستان کې ناامنيو ته لمن وهي، د روژې مبارکې میاشتې ته درناوی نه کوي، د هېواد دیني عالمانو د سولې بلنه ردوي او د عامو وګړو د دربدرۍ لامل کیږي، نو د سخت چلند سره به مخامخ شي.

یاده دې وي، چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت له ولسمشر محمد اشرف غني سره  د افغانستان ديني عالمانو د لیدو پر مهال، له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي وو، چې له تشدت او ترهګریزو فعاليتونو دې لاس واخلي.

همدارنګه غني په خپل پېغام کې فقر او محروميت ته په اشارې سره ویلي، چې همدا اوس افغانان د فقر او محرومیت سره لاس او ګريوان دي او اوسنی تپل شوې جګړه د دغو ناوړو پديدو سره د مبارزې مخه نیسي.

هغه ويلي، چې جګړه ډیر لګښت غواړي او له وسله والو سره جګړه کول د لوږې او فقر د دوام لامل کيږي.

غني همداراز له امنیتي ځواکونو سره د یوه مرستندویه صندوق د جوړېدو خبر هم ورکړ.

 ده وویل، چې تر اوسه د دغه بنسټ له خوا نه ۹۰  میلیونه افغانۍ تیارې شوې دي او په وینا يې دا د امنیتي ځواکونو د شهیدانو له کورنیو سره د مرستندویه صندوق پیلامه ده او دغه کار د روژې مبارکې میاشتې له پیل سره عملا پیلیږي.

ولسمشر اشرف غني له ټولو امنیتي ځواکونو وغوښتل، چې د روژې مبارکې میاشتې په ترڅ کې د امنیت له پاره خپلې لا جدي هڅې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام