
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو د غړیو هېوادونو غونډې ته ویلي چې له افغان ځواکونو سره له ۲۰۲۰ کال وروسته هم دوامداره مالي مرستې کوي چې په وینا یې، د افغان ځواکونو ظرفیت او وړتیاووې لوړې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ورسره د جګړې په ډګر کې مرستې وکړي.
د نوموړي په وینا، د افغانستان له امنیتي ځواکونو نه د دوی دوامداره او غښتلی ملاتړ به د خبرو له لارې د افغانستان د کړکېچ پای ته رسولو لپاره فرصتونه ډېر او یاد هېواد به یوې داسې سولې ته ورسېږي چې ټول افغانان یې غواړي.

په بروکسل کې د تېرې ورځې غونډه پر مهال د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي، د دفاع وزارت مرستیال عبدالحي رووف او د ناټو او ملګروملتونو د سازمان ځینو نورو چارواکیو ګډون کړی وو.
دا په داسې حال کې ده چې پهدې وروستیو کې د افغان سولې پروسې په اړه د امریکا او طالبانو د استازیو ترمنځ د خبرو اترو له پیل سره هممهاله له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسله هم د ژبو پر سر ده او افغانانو ته وېره پیدا شوې وه چې که نړیوال افغان ځواکونه یوازې پرېږدي او تجهیز یې نهکړي، هېواد به یو ځل بیا له کړکېچ سره مخ شي، خو نړیوالو په افغانستان کې د سولې او ثبات تر راتګه افغان ځواکونو او افغانانو ته د مرستو ډاډ ورکړی دی.





