طالبانو د «الفتح» په نوم عملیات اعلان کړل

نن (جمعه) وسله‌والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ټول هېواد کې د «الفتح» په نوم د پسرلنيو عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ.

طالبانو په خبرپاڼه کې د دې عملیاتو موخه د اشغال او فساد له منځه وړل او د اسلامي نظام قایمول ښودلي او خپلو مجاهدانو ته یې په خطاب کې ویلي چې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د روانې میاشتې پر ۱۲مه د طالبانو پر ضد د «خالد» په نوم د پوځي عملیاتو پلان تصویب کړ.

افغان‌حکومت او طالبانو روان کال داسې مهال یو د بل پر وړاندې د نظامي عملیاتو د پيل اعلان کوي چې په قطر کې د امریکا او طالب‌استازیو ترمنځ له نږدې ۷ میاشتو راهیسې د سولې خبرې اترې روانې دي.

له‌دې سره هم‌مهاله د ثور پر ۹مه د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه راغوښتل کېږي او په دویمه اوونۍ کې به په قطر کې د امریکا او طالب‌استازیو ترمنځ د سولې خبرو اترو ۶م پړاو پیل شي.

ورته مطالب:

طالبان د سولې په مشورتي لویې جرګې کې ګډون نه‌کوي

«افغان حکومت به د سولې په مذاکراتو کې ځواکمن ځای ولري»

عمر داوودزی له طالبانو غواړي، د سولې لویې جرګې کې د افغانانو د ګډون مخنیوی ونه‌کړي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام