ننګرهار کې له قانوني وسلو ناوړه ګټه والي جدي اقداماتو ته مجبور کړی

 د ننګرهار والي ګلاب منګل وايي، د ولایت نظامي شورا پریکړه کړې، له هغو کسانو وسلې واخلي، چې د وسلو ګرځولو قانوني اسناد ونه‌لري. د ده په خبره، وروسته له‌دې غیرقانوني وسلې ګرځول په جدي ډول بندېږي. 

د ننګرهار والي ګلاب منګل وايي، چې په‌دې ولایت کې د دولتي اشخاصو له وسلو او پېژندکارتونو نه په استفادې، وسله‌وال دولت ضد کړنې ترسره کوي، چې له امله یې د ننګرهار په ولسوالیو او مرکز جلال‌اباد کې ناامني زیاته شوې‌ده.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د ننګرهار پر ولسوالیو سربېره د جلال‌اباد په ښار کې هم ولسي وګړي، د هدفي وژنو، تښتونو او د وسله‌والو له ګواښونو سر ټکوي.

د ننګرهار والي په ټینګار سره زیاته کړه، چې د دې ولایت د نظامي شورا د پرېکړې پر بنسټ به له هغو کسانو وسلې واخلي، چې د وسلو ګرځولو قانوني اسناد ونه‌لري. د ده په خبره، وروسته له‌دې غیرقانوني وسلې ګرځول په جدي ډول بندېږي.

والي دا هم وویل، چې د ننګرهار د یوې ولسوالۍ سیمه‌ییزو پولیسو ته هم د دې اجازه نه‌ورکول کېږي، چې د خپلې دندې له سیمې جلال‌اباد ښار ته وسلې یوسي.

ولسي وګړي هم د ننګرهار په ولسوالیو او جلال‌اباد ښار کې د نامسوولو وسله‌والو ډلو له موجودیته په اندېښنه کې دي، وايي، دغې چارې هدفي وژنو، تښتوونو او ننګرهار کې ناامنۍ ډېرې کړې‌دي.

صفت‌الله د جلال‌اباد ښار د ۴ ناحیې اوسېدونکی وايي، په ښار کې ډېرې داسې غیرمسوولې وسله‌والې ډلې ګرځي، چې دوی یې له دوست او دوښمن سره توپیر نه‌شي کولی.

میرویس خان د ښار بل اوسېدونکی دی، چې د غیرمسوولو وسله‌والو له ډېرېښته اندېښنه ښيي او زیاتوي، حکومت د دې حالت پوښتنه نه کوي؛ که یې کولی؛ ناامني به نه ډېرېدله.

دوی وړاندیز کوي، چې دولت باید چوکونو کې اړوند ارګانونه ودروي اوله‌دوی پوښتنه د دا ډول ګرځېدلو هدف څه دی.

ولسي وګړي همداراز زیاتوي، چې له حکومت سره  د داعش او وسله‌والو طالبانو پر مخامخ جګړو سربېره، ننګرهار کې نامسوولو وسله‌والو ډلو حکومت ته د سرخوږي جوړولو تر څنګ د ولسي وګړیو ژوند هم له ستونزو سره مخ کړی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام