
د ننګرهار په پچیراګام کې د ماین چاودنې له امله د یوه پلار او زوی په ګډون، درې کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا شپږ بجې د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالي کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله یو پلار او زوی وژل شوي او یو بل کس ټپي دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلاموطندار ته وویل، یاده پېښه د پچیراګام ولسوالي په درګۍ سیمه کې شوې ده.
د یوه بل خبر له مخې، ناپېژنده وسلهوالو تېر ماښام د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار د اتمې ناحیې اړوند په دامان سیمه کې د پخواني اجراییه ریيس سلاکار او د کونړ یو قومي مشر سیداحمدساپی وژلی دی.
د دغو دواړو پېښو مسوولیت تر اوسه کوم چا یا وسلهوالې ډلې نه دی منلی.
په همدې د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالي محلي مسوولان وايي، بېګاه ماښام د دغې ولسوالي په ګجوای سیمه کې د طالبانو له لوري د ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې شپږ ماشومان وژل شوي او ۲ ښځې ټپیانې دي.
د سانچارک ولسوال نقیبالله فایق سلاموطندار ته ویلي چې وژل شویو ماشومانو له ۵ تر ۱۲ کلونو پورې عمر درلود.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.





