سرپل کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې پراخې شوې‌دي

د سرپل ولایتي شورا غړی محمدحسین مجاهدزاده په‌دې ولایت کې د طالبانو د فعالیتونو له پراختیا اندېښنه څرګندوي او وايي، په‌دې ولایت کې د طالبانو د فعالیتونو ساحه ۸۰ سلنه پراخه شوې‌دي او طالب وسله‌والو د سرپُل مرکز ۳ کیلومترۍ ته ځانونه رسولي دي.

محمدحسین مجاهدزاده وايي، طالبانو له‌‌دې مخکې یوازې په کوهستاناتو ولسوالۍ واګې درلودې اوس د صیاد ولسوالۍ په ۵۰ سلنې خاورې هم واکمن شوي‌دي.

دی وايي، د سنچارک ولسوالۍ پر ۵۰ سلنې خاورې سربېره په سوزه‌مه‌کلا ولسوالۍ هم څه نا څه حضور لري.

د سرپل ځېنې اوسېدونکي هم د دې ولایت له ترینګلي امنیتي وضعیته اندېښنه څرګندوي او وايي، د طالبانو ځپلو په موخه شوي عملیات نمایشي دي او دولت د دې ډلې له منځه‌وړلو هوډ نه‌لري.

د سرپل دوو اوسېدونکيو حاجي فضلاحمد او نظامالدین وویل، د دې ولایت څلور خواوې د طالبانو په ولکه کې دي او طالبان کله ناکله حتا د ښار په نږدې سیمو بریدونه کوي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني هم د طالبانو د فعالیتونو له پراختیا او د دې ډلې پر وړاندې د عملیاتو له نه ترسره کېدو اندېښنه څرګندوي.

اماني ټینګار کوي، سره له‌دې چې د عملیاتو ژمنه شوې‌وه؛ خو لا هم نه‌دي شوي، زیاتوي، که عملیات ونه‌شي؛ حالت نور هم خرابېږي.

په‌داسې حال کې دغه اندېښنې رسنیزې کېږي چې امنیتي مسوولان په سرپل ولایت کې د ولید ۳ تر نوم لاندې د پوځي عملیاتو له پیلولو خبر ورکوي؛ خو د سرپل مدني فعالان دغه عملیات ناکامه او بې‌لاسته‌راوړنو بولي.

هغوی له حکومته غواړي چې د سرپل اوسېدونکیو له برخلیک سره لوبې ونه‌کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام