دامریکا نوی دفاع وزیر کابل ته راغی

د امریکا دمتحده ایالاتو نوی دفاع وزیر شتون کارتر په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی

ویلي کيږي کارتر به په خپل دې سفر کې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني، اجرايوي رییس ډاکټر عبدالله او خپلو سرتېرو سره وګوري.

همدا ډول کارتر به د کتنو پر مهال پر افغان سوله او د امریکا په رول، دافغانستان امینتي وضعیت او دامینتي تړون پر څار خبرې اترې وکړي.

کارتر ویلي دي، امريکا په افغانستان کې د دوامداره سولې پلوۍ ده.

شتون کارتر د تېرې اونۍ سه شنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر په توګه وټاکل شو چې دا یې د دفاع وزیر په توګه افغانستان ته لومړی سفر دی.

نړیوالو رسنيو خبر ورکړی و چې په قطر کې امریکايي چارواکي او طالبان سره د پنجشنبې او جمعې په ورځ ناستو او افغان سولې په تړاو یې خبرې اترې کړي دي.

معلوم شي چې دغه لوړپوړی امریکايي چارواکی ددې ناستو رد کوي او که یې مني؟ خو افغان حکومت دغه کتنې رد کړې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام