
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په اسلام اباد کې د اسیا زړه هېوادونو په دويمه پرانست غونډه کې وویل، چې اوسمهال افغانستان د نړېوالو په استازيتوب له بېلابېلو ترهګرو ډلو سره په جکړه بوخت دی.
ولسمشر غني نن چهار شنبه (ډسمبر۹مه) سهار وختي د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ورسید، چې په هوايي ډګر کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف له تود هرکلي سره مخ شو.
ولسمشر زیاته کړه، چې د جګړې لومړی لامل دهېوادونو په منځ کې سیمه ییزې او نړیوالې ترهګرې ډلې دي.
غني وویل، چې القاعده، داعش، چیني، ازبکستاني، تاجکستاني، او د منځني ختیځ له ترهګرو ډلو زیات وګړي افغانستان ته د جګړې په هدف راځي.
افغان ولسمشر غني زیاته کړه، چې افغانان داسې خلک دي چې د ترهګرو ډلو ظلم او شکنجې زغملی شي.
"زموږ ښځې او ماشومان وژل کیږي سرونه يي پرې کیږي، یو ډیر سخت درد دی چې یوازې موږ یې زغملی شو، خوددې ترهګرو ډولو سره د ټولې نړۍ په استازیتوب جګړه کوو."
غونډې ته د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف وویل، چې په افغانستان کې د ثبات ټينګښت د سیمې په ګټه دی.

هغه زیاته کړه، چې دغه پروسه د سیمې هېوادونو ترمنځ د نښلیدو سبب ګرځي او هیله مندي يې وښودله، چې په دې برخه کې به دواړه هېوادونه ښې لاسته راوړنې او بریاوې ولري.
د اسیا د زړه هېوادونو غونډه د استانبول د پروسې په دوام سره دا ځل د پنځم ځل له پاره د پاکستان په اسلام باد کې جوړه شوه.
دغه راز، د دې غونډې په څنګ کې به ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان، پاکستان، امریکا په درې اړخیزه او د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په څلور اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.
ولسمشر غني سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلا کار حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلاکارعمر زاخیلوال او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی ملتیا کوي.
بل خوا په افغانستان کې اروپايي ټولنې هم د اعلامیې په خپرولو سره ویلي، نن په اسلام اباد کې د اسیا د زړه کنفرانس ترڅنګ د افغانستان، امریکا او اروپايي ټولنې لوړ پوړي چارواکي سره وکتل.
اعلامیه زیاتوي، چې د دوی د لیدو ګډ بحث د ۲۰۱۶م ز کال د وارسا او برکسیل غونډې پرچمتوالي خبرې وشوې.
په همدې اړه ویل شوي، چې د وارسا او برکسیل، غونډې د افغانستان له پاره د امنیتي او پراختیايي برخوکې د نړیوالې ټولنې فوق العاده مرستو ژمنو له پاره اړینې دي او د نن ورځې ګډ بحث هم د سیمې پر امنیتي، او اقتصادي پرمختګونو باندې متمرکز و.





