امرالله صالح: پاکستان د امنيتي ستونزو پر پلمه پر ډيورنډ بحث غواړي

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي چې د ډېورنډ په اړه بحث د اوسني ضعیف افغانستان پر ځای د یو قوي، پیاوړي او مظبوط افغانستان کار دی.

صالح دا څرګندوې داسې مهال کوي، چې پاکستاني چارواکي دافغانستان په اړه خپل سیاست کې دبدلون خبرې کوي.

ددغه بدلون یوه نمونه دپاکستان دپوځي چارواکو کابل ته راتګ په ګوته کوي، همدا ډول د سلواغې پر ۵مه یو افغان پوځي پلاوي هم د ډګر جنرال شفیق فضلي په مشرۍ اسلام اباد کې دهغه هیواد د سرحدي سیمو دپوځي چارواکو سره وکتل او دکرښې دواړو غاړو ته یې پر امنیتي ستونزو خبرې وکړې.

خو ښاغلی امرالله صالح وايي، پاکستان د ډېورنډ نه د کرښې او نه هم د پولې په توګه احترام کړی، هغه وايي: «د افغانانو له پاره ډېورنډ یوه کرښه ده، خو په پاکستاني ادبیاتو کې دا سرحد بلل کېږي؛ د افغانستان مشروع غوښتنه داده چې دا که کرښه ده که سرحد خو باید احترام يې وشي، افغانستان کله هم د پاکستان په داخلي چارو کې مداخله نه ده کړې او دا کرښه يې تر پښو نه ده لاندې کړې، خو پاکستان دا شپېته کاله کېږي چې په افغانستان کې مداخله کوي او ډېورنډ نه د کرښې او نه هم د سرحد په توګه پېژني.»

امرالله صالح له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د ډېورنډ د کرښې اړوند پر موضوع سربېره پاکستان د څو نورو غوښتنو له پاره هم په خپل سیاست کې بدلون نه دی راوستی.

صالح وايي، چې پاکستان ته د افغان چارواکو تګ یا هم د پاکستاني چارواکو راتګ  د دې هېواد د سیاست په بدلون کې کوم رول نه دی لوبولی.

د دوی په قول د پاکستان د سیاست د بدلون له پاره باید دې ته وګورو چې په افغانستان کې د وژونو، بریدونو او چاودنو کچه څومره ټیټه شوې ده؟.

امرالله صالح د سلام وطندار د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستاني چارواکي له افغان چارواکو سره د تګ راتګ او تازه ناستو نه څه ښکاره کول غواړي؟ وویل چې پاکستان په افغانستان کې څو غوښتنې لري چې غواړي دلته يې عملي کړي.

صالح زیاته کړه، چې پاکستان له هند سره د افغان دولت پوځي اړیکي نه غواړي، د هېواد په جنوب او ختیځ کې د نورو کمپنیو کار نه غواړي، په پاکستان کې د دېرش سلنه افغان عسکرو روزنه غواړي، له امریکا سره د امنیتي تړون نه لاسیلک غوښت، د ډېورنډ په سر خبرې غواړي او هم د اوبو اړوند يې بحث ته زړه کېږي.

امرالله صالح وايي: «یو دا غواړي چې افغانستان باید له هندوستان سره خپلې اړیکې کمې کړي، په تېره بیا امنیتي او دفاعي اړیکي باید بلکل له منځه لاړې شي، دوی وايي چې که له هند سره اقتصادي اړیکي ولرئ سمه ده، که تاسې غواړئ چې خپل ملکي مامورین هلته د روزنې له پاره لېږئ دا هم سمه ده، خو له هند سره ستاسې پوځي اړیکي بېخې د منلو وړ نه دي.»

د دویمې غوښتنې په اړه وايي: «دویم دا چې پاکستان غواړي زموږ دېرش سلنه پوځيان د دوی په مراکزو کې وروزل شي دا يې هغه مستقیمه غوښتنه وه. تاسې پوهېږئ چې زموږ پوځیانو د هغوی له بروسونو ګټه نه ده اخیستې او موږ ورسره دا ډلو اړیکي نه لرو.  موږ ورته وايو چې که تاسې زموږ یوه اردو په رسمیت وپېژنئ بیا مو اړیکي سره جوړېږي، په داسې حال کې چې اوس تاسې هم د طالبانو اردو په رسمیت پېژنئ او هم زموږ مشروع اردو؛ تاسې حقاني شبکې ته هم روزنه ورکوئ او غواړئ زموږ عسکرو ته هم روزنه ورکړئ، دا هیڅ منطقي نه ده.»

د نوموړي په خبره د پاکستاني چارواکو درېیمه غوښتنه داده، چې دهېواد په ختیځ او جنوب ختیځ کې باید نورې بهرنۍ کمپنۍ کار ونه کړي، چې ډېری داسې پېښې شته د نورو کمپنیو د فعالیت په وړاندې توند بریدونه شوي دي. او « څلورمه د پاکستان زړه غوښتنه وه  چې ویل يې له امریکا سره امنیتي تړون مه لاسلیکوئ دا ستاسې په ګټه نه دی، دوی ویل چې په یوه سیمه ییز چوکاټ کې به د افغانستان په سوله کې هڅې وکړي. خو اوس دا خبره زړه ده؛ بله دا چې پاکستان د اوبو اړوند خبرې کولې چې دا یوه مشروعه غوښتنه وه، چې باید دواړه هېوادونه خاصتاً د کونړ او کابل د سیند د اوبو په اړه باید خبرې وکړي.»

امرالله صالح وايي چې د پاکستاني چارواکو « بله خطرناکه غوښتنه داده چې  افغانستان باید د پولې په اړه خبرې ورسره وکړي، دوی کرښه، خط او پوله نه وايي خو وايي چې د سرحدي سیمو د امنیت په اړه دې ورسره خبرې وشي. د افغانانو له پاره ډېورنډ یوه کرښه ده، خو په پاکستاني ادبیاتو کې دا سرحد بلل کېږي.»

امرالله صالح وايي چې افغان چارواکي د پاکستان له خلکو سره ستونزه نه لري او په خبره يې د پاکستان پوځ د افغانستان دښمن دی، چې باید مخه يې ونیول شي، خو دا چې دوی د خپل دې دښمن مخه نیولای شي کنه. هغه وايي: «دا باید واضح ووایو چې موږ د دوی له خلکو سره دښمني نه لرو، خو پاکستانی پوځ زموږ د ویجاړي، وژنې او دربدرۍ مسوول دي، موږ باید دومره وس ولرو چې د دوی مخه ونیسو.»

په دې ورستيو کې افغانستان ته د پاکستاني پوځي چارواکو راتګ او پاکستان ته دافغان پوځي چارواکو تګ دا هیله پېدا کړې وه، چې افغان او پاکستان لوری تفاهم ته نږدې شوي او پاکستان غواړي په ريښتيني توګه د اورپکو ډلو په وړاندې جدي ګامونه واخلي.

خو ښاغلي امرالله صالح سلام وطندار سره مرکه کې دا یو تکتیک بللی او لاهم دپاکستان همکارۍ ته د شک په سترګه ګوري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام