د کندوز امام‌صاحب مرکز طالبانو نیولی

وسله‌والو طالبانو نن سهار د امام‌صاحب ولسوالۍ پر مرکز برید کړی‌دی.

د کندوز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي چې طالبانو له پرون راهیسې د امام‌صاحب ولسوالۍ مرکز ته رسولي او په‌دې موده کې یې روضه مبارک، نواباد او اقي‌بای سیمې نیولې دي.

د هغه په خبره، خلک د کورونو د پرېښودلو په حال کې دي او که‌چېرې مسوولان د دې ولسوالۍ امنیت ته فکر ونه‌کړي؛ ډېر ژر به ټوله ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د کندوز د امنیت امر صفي‌الله مخزون دا پېښه تاییدوي او وايي چې مرستندویه ځواکونه ولسوالۍ ته رسېدلي او ډېر ژر به د دې ولسوالۍ امنیتي وضعیت ښه شي.

ځايي چارواکي وايي، د کندوز په سه‌درک او چرخاب سیمو کې هم امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام