طالبانو ۲۰ نور بندي امنیتي ځواکونه هم خوشې کړل

د طالبانو يو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې دوی ۲۰ بندي امنيتي ځواکونه نن «د حمل ۲۸، پنجشنبه» په لغمان ولایت کې خوشې کړي دي چې له دې سره د ټولو خوشې شويو بنديانو امنيتي ځواکونه شمېر ۴۰ کېږي.

طالبانو د امنيتي ځواکونو د بنديانو لومړۍ ډله د يکشنبې په ورځ د حمل مياشتې په ۲۴مه نېټه خوشې کړل. په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهیل شاهین ويلي وو چې ياد بنديان په کندهار کې د سره صليت کمېټې ته سپارل شوي وو.

د وسله‌والو طالبانو له لوري ياد شمېر د امنيتي ځواکونو بنديان په داسې حال کې خوشې کېږي چې حکومت تر اوسه پورې د ولسمشر غني د فرمان پر بنسټ ۳۶۱ طالب بنديان له بنده خوشې کړي دي.

حکومت د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ د حمل مياشتې په شلمه نېټه پيل کړې ده. د ملي امنيت شورا ويلي چې د سولې هڅو لپاره او له کورونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې ۱۵۰۰ طالب بنديان خوشې کوي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې بايد ۵ زره طالب بنديان د حکومت له زندانونو خوشې شي چې په بدل کې به يې طالبان هم ۱۰۰۰ بندي امنیتي ځواکونه خوشې کوي.

ټاکل شوې د دواړو لوريو د ټولو بنديانو د خوشې کولو تر پايه پورې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام