د افغانستان نولس کلنې فوټبال ملي لوبډلې په نړیوالو سیالیو کې سر پر سر نه ماتې وخوړ، چې وروستۍ لوبه یې فلسطین ته وبایلله.
دغه لوبه بېګا شپه د فلسطین په کوربتوب د ۲۰ کلنو فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د اسیا په لومړي ټاکنیز پړاو کې وشوه، چې افغان نولس کلنې فوټبال ملي لوبډلې په کې ۲ د صفر پر وړاندې د کوربه فلسطین خلاف ماتې وخوړله.
د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې چې د افغانستان او فلسطین نولس کلنو فوټبال ملي لوبډلو تر منځ لومړۍ نیمایي په زړه پورې او دوه اړخیزه وه چې یوې لوبډلې هم ګول ونه وهلو، خو د دویمې نیمایي په ۵۰ مه دقیقه کې د فلسطین له پاره عبید او په ۹۰ مه دقیقه کې شوباکي د ګولونو په وهلو سره د فلسطین دویمه بریا، خو د افغانستان دویمه ستره ماته یقیني کړه.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان سر په سر دوه ماتو سره د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) له خوا پیلېدونکي فوټبال نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا نه کړلی شوه.
د فلسطین په کوربتوب د اسیا په روان ټاکنیز پړاو لوبو کې افغانستان ۲ لوبې وکړې، چې لومړۍ لوبه یې ۳ د ۰ پر وړاندې عربي اماراتو ته بایللې ده او د ۴ لوبډلو په کتار کې له هندوستان څخه وړاندې درېیم مقام لري.
تر اوسه په روانو سیالیو کې د افغانستان پر خلاف ۵ ګولونو وهل شوي، خو په خپله یې هیڅ ګول نه دی وهلی، په داسې حال کې، چې د هندوستان پر خلاف په ۲ سیالیو کې ۸ ګولونه ترسره شوي او دغه لوبډله هم په روانو سیالیو کې په ګول کولو بریالۍ شوې نه ده.
ټاکل شوې ده، د روانو سیالیو په دوام به افغانستان خپله وروستۍ لیګ لوبه سبا ماښام د فلسطین په کوربتوب له هندي نولس کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره پيل کړي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان نولس کلنې فوټبال ملي لوبډلې په ۲۰۰۹ کال کې د لومړي ځل له پاره د فوټبال نړیواله لوبه وکړه او تر اوسه یې خپلې ټولې کړې ۹ نړیوالې سیالۍ بایللي دي.
د شل کلنو فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه، د اسیا په لومړي پړاو ټاکنیزو سیالیو کې د اسیا وچې ۴۰ هېوادونه لوبېږي، چې په ۱۰ ګروپونو کې لوبې کوي او ۲۰ لوبډلې به ترې دویم ټاکنیز پړاو ته غوره شي.





