د ویکي لیکس افشا کوونکې ویب پاڼې په تازه وختونو کې د عربستان دولت او حقاني شبکې ترمنځ له اړیکو نه پرده لرې کړه.
خپاره شوي اسناد ښيي، چې د عربستان دولت د حقاني شبکې رهبر ته د درملنې له پاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د دغو پټو اسنادو له ډلې یو سند کې راغلي دي، چې په پاکستان کې د عربستان پخواني سفیر عبدالعزیز الغدیر په ۲۰۱۲ کال کې له نصیرالدین حقاني سره لیدلي وو، په دې لېدلو کې نوموړي د عربستان له سفیر نه د خپل پلار جلال الدین حقاني د درملنې لپاره د زمینې برابرلو غوښتنه کړې وه.
داسې وویل چې جلال الدین حقاني د لوپوس(SLE) په ناروغۍ اخته شوی و.
د عربستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د ویکیلیکس سایت له خوا د محرمو اسنادو خپرول د اندېښنې وړ بلل شوي دي.
په یاده خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې خپاره شوي اسناد د دوی له بهرني سیاست سره په ټکر کې دي.
په یو بل خپور شوي سند کې راغلي دي، چې په پاکستان کې د عربستان سفیر د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان له پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او د پاکستاني پوځ پخواني لوی درستیز اشفق کیاني سره له لیدلو دوه اونۍ وروسته د حقاني له زوی سره لیده کاته کړي دي.
په دغه سفر کې کرزي له پاکستاني چارواکو نه د طالبانو مشر ملا محمد عمر سره د لېدو د زمینې د برابرولو غوښتنه کړې وه، چې د پاکستاني چارواکو له خوا ورته د حقاني ډلې د رهبر ملا فضل الله سره د لیدلو د زمېنې د چمتو کولو وړاندیز شوی و او د کرزي له خوا منل شوی و.
دغه خپاره شوي اسناد ښيي، چې جلال الدین حقاني د عربستان پاسپورت لرلو او دغه پاسپورټ یې د زوی په وسیله په اسلام اباد کې د عربستان سفیر ته تسلیم کړی و.
حقاني شبکه د افغانستان او پاکستان په شمالي برخو کې له فعالو ډلو څخه ده.
دغه شبکه په ۲۰۱۲ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا له خوا په تور لېست کې ورګډه شوه، دغې شبکې تر دې مهاله په افغانستان کې په لسګونو مرګوني ترهګریز بریدونه کړي دي.
په افغانستان کې دغې شبکې تېره اونۍ د ملي شورا پر ودانۍ هم برید کړی و.





