د هرات او بغلان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې وروستي سيلابونه د دغو ولايتونو د ځينو ولسوالیو اوسيدونکو ته سخت ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.
د هرات ولایت چارواکي وايي، چې د دغه ولایت پښتون زرغون، اوبه او کرخ ولسوالۍ اوسېدونکو ته د وروستيو سيلابونو له امله زيانونه اوښتي.
د هرات ولایت د طبعيي پېښو سره د مبارزې رییس عبدالحمید مبارز حميدي سلام وطندار ته ويلي، چې د هرات ولایت په يادو ولسواليو کې شاوخوا ۷ تنه وژل شوي ۱۳ تنه ټپيان او ۷ نور يې لادرکه دي.
نوموړي زياته کړه، چې د کرخ په ولسوالۍ کې ۵ تنه او په اوبه ولسوالۍ کې دوه تنه وژل شوي.
همدارنګه ۱۱ تنه په کرخ ولسوالۍ کې او ۲ تنه په اوبه ولسوالۍ کې ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په وژل شويو کې څلور ښځې او یو ماشوم هم شامل دی.
د هرات ولایت د طبعيي پېښو سره د مبارزې رییس وايي، چې سيلابونو په دغو ولسواليو کې ۷۰۰ جریبه ځمکه او ۲۰ کورونه هم ويجاړ کړي دي.
اخوا بیا د بغلان ولایت څخه را رسيدلي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت ځينو ولسوالۍ اوسېدونکو ته هم د سیلابونو له امله ځاني او مالي تاوانونه رسيدلي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسواليو کې د سيلابونو له وجې په سلګونه کورونه ويجاړ کړي او یو شمېر وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د بغلان ولایت د طبعيې پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس محمد نصير کهزاد سلام وطندار ته وویل، چې د وروستيو ورښتونو له امله د بغلان مرکزي ولسوالۍ په ګډون، نهرېن، دوشي او دهنه غوري ولسواليو اوسېدونکو ته سخت ځاني او مالي تاوانونه رسولي دي.
نوموړي زياته کړه، چې همدا اوس د دغو ولسواليو په سلګونه اوسېدونکي له سرپناه پرته ژوند کوي.
د دغو سيلابونو له وجې یو تن په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې وژل شوی او ۱۴ تنه نور يې په نهرين او مرکزي بغلان ولسواليو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د راپورونو له مخې تر اوسه يواځې سره میاشت توانېدلې، چې د دغو اړمندو کورنيو سره مرسته وکړي.





