
د فاریاب ولایت چارواکي وايي چې طالبانو بېګا د دې ولایت کوهستان ولسوالي سقوط کړه او د کوهستان ولسوال هم پهدې جګړه کې ووژل شو.
د فاریاب د والي ویاند احمدجاوید بیدار هم د دې خبر په تایید سره وايي چې د کوهستان ولسوالۍ مرکز طالبانو سقوط کړی او ولسوال عبدالرحمن پناه هم د طالبانو له لوري وژل شویدی.
بیدار د تلف شويو او محاصره شویو امنیتي ځواکونو په اړه بېخبري وښوده.
د سرپُل ولایت د صیاد ولسوالۍ قفلاتون او القاني قشلاق کلي طالبانو ونیول
یوې باروي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې طالبانو بېګا د سرپُل ولایت د صیاد ولسوالۍ د ملي اردو ۳ او د محلي پولیسو ۲ پوستې نیولي او ټول پوځي تجهیزات یې له ځانه سره وړي دي.
د دې سرچیني په وینا، پهدې نښته کې چې د شپې له ۱۰ بجو پیل شوې وه او د سهار تر ۶ بجو یې دوام وکړ، ۱۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي، د ملي اردو ۴ سرتېري اسیر شوي او د محلي پولیسو نږدې ۳۰ تنه نادرکه دي.
دا سرچینه زیاتوي چې اوسمهال پهدې ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت ډېر خراب دی.
د سرپُل امنیتي چارواکیو او د ۲۰۹ شاهین قولاردو تر دې مهاله پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
طالبانو پهداسې حال کې له بېګا راهیسې د ولسوالیو د سقوطولو لهپاره بریدونه کړي چې نن د حکومت له لوري له دې ډلې سره د اوربند د اعلان لومړۍ ورځ پیل شوېده.





