ملکي تلفات لاهم د ذوالفقار پوځي عملياتو پر مخ خنډ دی

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د هلمند ولایت په سنګين ولسوالۍ کې د ذوالفقار عملیاتو پرمخ لا هم ځمکني ماينونه او ملکي تلفات د لوی خنډ په توګه بلل کيږي.

د ملي دفاع وزارت یوه ویاند دولت وزيري سلام وطندار ته وویل، چې افغان ملي اردو ځواکونو له نورو قواو سره په ګډه د ذوالفقار په لومړي پړاو عملياتو کې ۱۳۵ د دولت مخالف وسله وال وژلي او ۵۳ نور يې ټپيان کړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې ۱۵ طالب وسله وال په دغو عملياتو ژوندي هم نيول شوي دي.

وزيري وايي، چې د سنګين په لومړي تصفيوي عملياتو کې ۲۲۳ حلقې ماينونه هم له کاره غورځول شوي دي.

"  په دغو عملياتو کې افغان ځواکونه ډیرې لاسته راوړنې هم لري، خو په خواشينې سره باید و وایم، چې د ذوالفقار په لومړي عملياتو کې ۷ تنه د ملي اردو منسوبين هم وژل شوي دي."

سرچینې زیاتوي، چې افغان ځواکونو د ذوالفقار عملياتو لومړی پړاو په برياليتوب پای ته ورساوه او اوس يې د دوهم پړاو عملياتو لپاره چمتوالی نيسي.

په سيمه کې د سلام وطندار خبریال صفت الله ذاهدي د هلمند ولایت مرستيال والي محمدجان رسول یار له خولې وايي، دوی د عملياتو په دوهم پړاو کې په پام کې لري، چې  د سنګين ولسوالۍ ټولې برخې د مخالفو وسله والو له شته والي پاکې کړي.

د هلمند مرستيال والي د دوهم پړاو عملياتو د پېل کره نېټې په باب څه نه دي ويلي، خو زياته کړې يې ده، چې دغه عمليات به ډېر ژر پېل شي.

بل خوا بيا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنيو ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دغو عملياتو کې يې د افغان ځواکونو شاوخوا ۱۰۰ پوليس سره د ۳۱ ټاکنونو له منځه وړي دي.

دا له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې د افغان ځواکونو لومړني خپلواک  پوځي عمليات دي، چې د هلمند سنګين ولسوالۍ زياته برخه يې د ولسوالو مخالفو له منګلو ازاد کړي.

دغه عملیات د ۲۰۱۵م زيږديز کال د فبرورۍ په ۱۰ نیټه دافغان امنیتي ګډو ځواکونو له خوا پېل شوي و.

دسرچينې پر وینا، د ذوالفقار پوځي عملیات د دفاع وزارت د پلان سره سم پرمخ ځي او د دغې ولسوالۍ تر بشپړې پاکونې پورې به روان وي.

جنرال دولت وزيري زياته کړه د سنګين عمليات، چې د ملي اردو ځواکونه او ملي پوليس يې په ګډه پر مخ وړي په دوو برخو کې وېشل شوي دي.

د نوموړي په وينا يوه برخه يې د ذوالفقار په نامه د هلمند په شمالي ولسواليو کې و او بل هغه یې د ذوالفقار عملياتو د ملاتړ له پاره ترسره کېدل.

هغه وايي په ملاتړ ییزو عملياتو کې تر اوسه ۲۳۴ طالب وسله وال وژل شوي.

له دې وړاندې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د عمومي قومندانۍ مرستيال "جنرال کورت فولر" اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس ته په يوه مرکه کې ویلي و، چې د ذوالفقار عمليات د سنګين ولسوالۍ د تصفيې په هدف ډېر بريالي و.

 دغه امریکايي جنرال ويلي، د توقعاتو خلاف، افغان امنيتي ځواکونو په ذوالفقار پوځي عملياتو کې ثابته کړه، چې دوی په ټولو برخو کې د سرحدي ځواکونو، ځانګړو قواو،د پوليسو او استخباراتو په ګډون د خپل تنظیم توان لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام