د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح له یوه بریده روغ ووت

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، د افغانستان قسم خوړولو دښمنانو نن بیا هڅه وکړه د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امر الله صالح ته زیان ورسوي، خو نوموړی له بریده روغ وتلی.

 د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د تايمني پخوانۍ څلورلارې سيمه کې د امرالله صالح پر موټریز کاروان چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

ارين پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دغه چاودنه نن سهار ۷نيمې بجې شوې ده.

طالبانو دغه برید کې لاس لرل رد کړي.

دغه راز امرالله صالح د لومړي مرستیال له دفتر نه خپاره کړي ویډیويي پیغام کې د خپلې روغتیا ډاډ ورکړی او وايي، یو شمېر ساتونکي یې ژوبل شوي.

صالح ملکي وګړيو ته دغه برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه بې خبري وښوده خو له هغو ټولو کسانو یې بښنه وغوښته چې ممکن دغه برید کې مړه یا ژوبل شوي وي.

ولسمشرۍ مانۍ پر صالح برید غندلی او وايي، دغه برید د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانانو کړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام