افغان فوټبال فدراسیون د دوستانه سیالیو په لټه کې دی

د افغانستان فوټبال فدراسیون هڅې پیل کړي، ترڅو د جاپان فوټبال ملي لوبډلې خلاف د نړېوالې لوبې چمتووالي له پاره دوستانه سیالیو چمتو کولو له پاره لاره هواره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون روزونکي ډلې له افغان فوټبال فدراسیون څخه په رسمي توګه غوښتي، چې له فیلیپین او تایلینډ سره دوستانه سیالۍ برابرې کړي.

د روسیې په کوربتوب ۲۰۱۸  ز کال فوټبال نړېوال جام سیالیو ته د لارې موندنې په موخه به افغانستان د راتلونکې سبټمبر میاشتې په ۸ مه نیټه د ایران په کوربتوب له جاپان فوټبال ملي لوبډلې سره نړېواله لوبه ترسره کړي.

ویل کیږي، چې د جاپان خلاف مهمې سیالۍ ته افغانستان د راتلونکې اګست میاشتې په ۳۰ مه نیټه له فلیپین سره او د سپټمبر میاشتې په ۳ مه نیټه له تایلینډۍ فوټبال ملي لوبډلې سره ددې هېواد په پلازمینه بنکاک کې د دوستانه سیالۍ کولو چانس لري.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او مالیزیا فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ هم د دوستانه سیالۍ وړاندیز شوې وو، خو د مالیزیا لوبډله به د اګست په ۲۹ مه نیټه د بنګله دیشۍ فوټبال ملي لوبډلې کوربه وي او د سپټمبر په ۳ مه نیټه به خپله د ټاکنیز پړاو نړېواله لوبه ولري، چې دافغانستان سره یې د دوستانه سیالۍ کوم چانس نه لیدل کیږي.

دغه راز ویل کیږي، چې افغانستان به د روان کال په اکتوبر میاشت کې د فوټبال نړېوال جام په ټاکنیز پړاو لوبو کې د سنګاپور او سوریه فوټبال ملي لوبډلو میلمه وي او د فیلیپین او تایلینډ فوټبال ملي لوبډلو سره ددوستانه سیالیو برابرول هم د افغانستان راتلونکو سیالیو ته ډیره ګټه لرلی شي.

د یادونې وړ ده، چې د روسیې په کوربتوب ۲۰۱۸ ز کال فوټبال نړېوال جام سیالیو ته د لارې موندنې په موخه افغانستان د اسیا په ټاکنیزپړاو لوبو کې اوسمهال د ۲ لوبو وروسته په خپل پنځم (A) ګروپ کې درېیم مقام لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام