.jpg)
دغو اعتراض کوونکو د خبریالانو په یو شمېر ملاتړو بنسټونو او مدني ټولنو تور پورې کړ، چې تل سلیقوي چلند کوي او په دې نوم یې دوکانداري پیل کړې ده.
مدني فعال باقي سمندر وویل، هغه چې خبریالان د وسله والو طالبانو له خوا په مرګ ګواښل شوي دي؛ هیڅ بنسټ په ځانګړي ډول د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې کوم څه نه دي کړي.
سمندر وايي، چې نور د خبریالۍ او مدني فعالیت تر نوم لاندې "دوکانداري" بس ده.
په ورته وخت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه بیا دغه ادعا ردوي او وایي، چې دوی په دې وروستو کې په کندوز ولایت کې له ۷۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو سره مرسته کړې ده.
دوی وايي، چې د کندوز ښار له سقوط وروسته او خبریالانو د بې ځایه کېدو پر مهال یې هغوي ته د اوسېدو ځایونه برابر کړي وو.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسول الیاس علمي سلام وطندار ته وویل، که دغه اعتراض کوونکي خبریالان او مدني فعالان په کومه ځانګړې برخه کې شکایت لري دغه بنسټ ته دې مراجعه وکړي.
دغه تورنه او غوښتنې په داسې حال کې مطرح کیږي، چې په دې وروستیو کې په کابل کې د بخدي خبري اژانس مسول سالم وحدت، د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي، د اسیا ټلویزیونی شبکې مشر امان الله عطايي او په کندهار کې یو مدنی فعال د ناپېژاندو کسانو په برید کې ټپیان شوي او وژل شوي دي.





