
د ولسي جرګې ځېنو غړو نن (شنبې) په خپلې عمومي غونډه کې د غوراوي کمېټه غیرقانوني وبلله.
د ولسي جرګې وکیلانو همداراز وویل، چې د ولسمشر فرمان لا هم په ولسي جرګه کې دی او تر اوسه په دې موضوع بحث نه دی شوی، خو زیاتوي، چې راتلونکې چهارشنبې به پرې بحث وکړي.
د ولسي جرګه ځېنې غړي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د دې کمېټې له پاره سترې محکمې، د اداري اصلاحاتو کمېسیون، د بشري حقونو، د اساسي قانون د تطبیق د نظارت کمېسيونونو او د خبریالانو او مدني فعالانو له خوا د غړیتوب له پاره کسان معرفي شوي او دغې کمېټې د تېرې پنجشنبې پر ورځ لومړۍ غونډه هم کړې ده.
د غوراوي کمېټه دنده لري، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران غوره او د تایید له پاره يې حکومت ته وروپېژني.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي پر حکومت غږ وکړ، چې د غوراوي کمېټه باید له فرمان نه وروسته جوړه شوې وای.
ده په ټینګار سره وویل، چې حکومت ته کار وو، چې غوراوي کمېټې د کار اجازه ورنه کړي. د ابراهیمي پر وینا، د دوی د پرېکړې له مخې به معلومه شي، چې دغه کمېټه کار وکړي او که لغوه شي.
د غوراوي کمېټه د اوو غړو په لرلو سره څه موده مخکې د ولسمشر غني له خوا د یوه تقنیني فرمان په اساس جوړه شوه.
د یادونې ده، چې د مدني ټولنو او خوځښتونو له خوا د دوی د استازي پر سر تر ډېره وخته پورې د غوراوي کمېټې کارونه له خنډ سره مخ وو، خو بلاخره له خپل منځي اختلافاتو وروسته یې نعیم ایوبزاده د مدني ټولنو د استازي په توګه ورمعرفي کړ.





