لودین: د کار په مخکې پرتو خنډونو استعفاء ته اړ کړم

دننګرهار والي مولوي عطاالله لودين نن شنبه ( دمارچ ۲۱ م) په یوه خبري غونډه کې له خپلې دندې استعفی ورکړه.

مولوي عطاالله لودین خبري ناسته کې دخپلې کاري دورې راپور وړاندې کړ او زیاته یې کړه چې د دغه ولایت د اړینو کارو تر سره کولو له پاره یې نه ستړې کېدونکې منډې ترړې وهلي دي.

لودين وویل، چې د کاري مسولیت پر مهال ترې خلکو دکار تمه درلوده خو په لاس کې د امکانانو نه درلودلو له ستونزو سره مخ کړی و.

دننګرهار والي زیاته کړه، چې په ولایت کې ترې ټول واکونه اخیستل شوي و او نه یې شول کولی چې په ازاد مټ کار وکړي.

مولوي عطاالله لودين د خپلې استعفی د دلیل په توګه وویل، چې په ولایت کې د اداري فساد په مخینوي کې پاتې راغلی او مرسته ورسره نه ده شوې چې قانون پلی، اداري اصلاحات رامنځته او دخلکو مشکلات حل کړي.

لودین دمارچ په ۵ رسنيو ته ویلی و، چې دننګرهار په تورخم کې د فساد مخنیوي کې پاتې راغلی.

لودین زیاته کړې وه چې د بار وړونکو موټرو چلوونکي هره میاشت میلیونونه افغانۍ رشوت ورکوي چې له ټاکلې کچې زیات بار هیواد ته دننه کړي.

د دې له پاره چې هیواد ته را داخلېدونکي ستر بار وړونکي موټرونه له ټاکلي برید زیات بار را دننه نه کړي نو ورته د کنټرول سسټم یا د وزن کولو تله جوړه شوې؛ خو لودين وايي چې په دغه چاره کې پراخه فساد موجود دی او میلیونه افغانۍ شخصي جیبونو ته ځي.

په ننګرهار کې د اداري فساد موضوع د حامد کرزي د حکومت پر مهال هم څو څو ځل راپورته شوه خو حل نشوه، څو میاشتې وړاندې هم له دندې څنډې ته شوي والي ولسمشر اشرف غني ته له فساد شکایت وکړ او په مخنیوي کې یې ترې د مرستې غوښتنه وکړله.

لودين لا پخوا ویلي و که یې په ننګرهار کې د فساد مخه ونیوله نو له خپلې دندې به لاس واخلي.

دا لومړی ځل دی چې یو والي په خپل ولایت کې د فساد پر ضد غږ پورته کوي، او بیا له دې کبله له دندې څنډې ته کيږي، چې د فساد په مخنيوي او ستونزو حل کولو کې یې لاس نیوی نه کيږي؛ خو تر اوسه معلومه نه ده چې دننګرهار د والي استعفی به ومنل شي که څنګه؟

مولوي عطاالله لودين له دې دندې وړاندې دسولې دعالي شورا د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې او یوه دوره یې په ولسي جرګه کې دخلکو استازولي هم کړې ده .

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام