د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د سولې خبرو په موخه کابل ته راغلی

سره له دې چې د سولې عالې شورا ځینې غړي مني، چې د ملارسول په مشرۍ د طالبانو د جلا شوې ډلې یو پلاوی کابل ته راغلی، خو ددې شورا ویاند او ځينې غړې بیا د طالبانو د پلاوي په راتګ بې خبري څرګندوې.

اخوا  د مشرانو جرګې غړي ډاکتر زلمی زابلې سلام وطندارته وویل، چې دوی هم له غیر رسمي سرچینو داسې معالومات ترلاسه کړي، چې د ملا منان  په مشرۍ د ملارسول د ډلې یو مرکچي پلاوی  درې ورځې وړاندې کابل ته راغلی او له حکومتي چارواکو سره یې خبرې کړې دي.

نوموړي وویل، چې طالبانو حکومت ته ویلي که د بهرنیو ځواکونو د وتلو کره نیټه په ډاګه شي او په دې برخه کې دوی ته ضمانت ورکړل شي، نو د سولې خبرو ته به چمتو شي.

د زابلي پر وینا، حکومت هم طالبانو ته ویلي، چې بهرني ځواکونه به هرو مرو له افغانستانه ووځي، خوامریکایي ځواکونو ته یې تر لسو کلونو پورې اډې ورکړې او  له هغې وروسته به په دې برخه کې ملت تصمیم نیسي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی شهزاده  شاهد، چې پخوا د سولې د عالې شورا  ویاند هم و ددې پخلی کوي، چې د ملارسول د ډلې پلاوی کابل ته راغلی، خود ا چې په دی پلاوي کې څوک و  او کومې خبرې شوې دي په  اړه یې څه ونه ویل.

تر دې وړاندی د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامې د مرکچې پلاوی مشر امین کریم رسنیو ته ویلي وو، چې د طالبانو جلاشوې ډلې له دوی سره اړیکه نېولې او غواړي چې له دولت سره د سولې خبرې وکړي.

په همدی حال کې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي یو بل غړی عتیق الله ساپی هم  سلام وطندار ته وویل، چې د دوی د معلوماتو له مخې د طالبانو یو پلاوی کابل ته راغلی.

د سولې د عالي شورا غړي امین الدین مظفري بیا د طالبانو د پلاوي له راتګ بې خبري وښوده.

همدا ډول د ملارسول په مشرۍ د طالبانو د جلا شوې ډلې له خوا د هلمند له پاره ټاکل شوی والي مولوي ابراهیم هم سلام وطندار ته له نامعلوم ځای څخه په ټېلیفوني اړیکه کې کابل ته د خپل پلاوي راتګ رد کړ، خو زیاته یې کړه چې دوی په دې شرط د سولې خبرو ته چمتو دي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو نیټه معلومه شي او په هیواد کې شرعي نظام پلی شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام