
د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا د ولسي خلکو ځورول د دې لامل شوي، چې زرګونه ولسي وګړي خپلې مېنې پرېږدي.
د دهنه غوري ځینو بې ځایه شویو له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ له نیولو وروسته د هغو کورنیو ځوانان چې له حکومت سره یې همکاري کوله سخت وهلي او ډبولي دي.
د دې بې ځایه شویو په خبره، که حکومت ژر تر ژره دهنه غوري د طالبانو له ولکې خلاصه نه کړي، د دې ولسوالۍ ټول وګړي به خپلې سیمې پرېږدي.

په ورته وخت کې په مشرانو جرګه کې د بغلان د خلکو استازی نظرمحمد حکومت تورنوي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو په بېرته نیولو کې چټک حرکت نه کوي او وايي، سره له دې چې د بغلان په څو سیمو کې له طالبانو سره جګړه روانه ده، خو بیا هم زیاتې سیمې د طالبانو تر کنترول لاندې دي.
خو په بغلان ولایت کې د نظامي عملیاتو مسوول شعورګل وايي، اوسمهال امنیتي ځواکونه په ډنډغوري کې په عملیاتو بوخت دي او په نږدې ورځو کې به دهنه غوري ولسوالۍ د طالبانو له ولکې وباسي.
دهنه غوري د بغلان مرکز پلخمري ښار ته تر ټولو نږدې ولسوالۍ ده. دغه ولسوالۍ شاوخوا دوه میاشتې مخکې وسله والو طالبانو ونیوله. د دهنه غوري ولسوالۍ خلک وايي، چې حکومت تر اوسه د دې ولسوالۍ د نیولو له پاره عملیات نه دي کړي.





